کابل (پژواک، ۲۲ لړم ۹۷): د سولې عالي شورا وايي، له طالبانو سره د افغان دولت د سولې خبرو د پیلولو لپاره د بهرنیو هېوادونو اجنډا د منلو وړ نه ده، بلکې د دوی رښتینې همکاري د سولې بهیر ته قوت ورکوي.
د مسکو غونډې ته د افغانستان د سولې د عالي شوار لېږل شوی پلاوي په مسکو کې د طالب استازو سره له مخامخ لیدنې څخه د خوښۍ ښودلو تر څنګ وویل، د طالبانو په لیدلوري کې انعطاف راغلى دی.
د مسکو په ناسته کې افغان پلاوي له طالبانو غوښتي چې د بهرنیو هېوادونو تر فشار لاندې رانه شي او له افغان دولت سره د سولې مستقیمې خبرې وکړي.
یاد پلاوي په مسکو غونډه کې له ګډون کوونکو هېوادونو غوښتي چې په افغانستان کې د سولې لپاره رښتینې مرستې وکړي.
د سولې د عالي شورا مرستیال عزیز الله دین محمد چې په مسکو غونډه کې یې د یادې شورا د لېږل شوي پلاوي مشري يې کوله، نن په کابل کې خبري ناستې ته وویل، دوی د مسکو غونډې پر مهال د جګړې پر زیانونو او له دې امله د خلکو د زیانمنېدو په تړاو خبرې کړې او له طالبانو یې غوښتي چې له افغان دولت سره مستقیمې خبرې وکړي.
نوموړي وویل: ((موږ په دې غونډه کې له ګډون کوونکو هېوادونو او نړۍ څخه وغوښتل چې د دوی رقابتونه په افغانستان کې د سولې لپاره خنډ نه شي او د افغان سولې په موضوع کې د یوه سیمه ییز او نړیوال مشکل په حیث له خپلو رقابتونو پرته د افغانستان له حکومت سره مرسته وکړي.))
نوموړي په افغانستان کې د جګړې اوږدېدو ته په اشاره وویل، که په هېواد کې جګړه له دې زیاته اوږده شي، شغلې به یې نورو هېوادونو ته هم وغځېږي چې خاموش کول به یې بیا د ټولو لپاره ستونزمن وي.
د سولې عالي شورا مرستیال وویل، په دې ناسته کې له ګډون کوونکو هېوادونو غوښتنه وشوه چې د سولې په برخه کې له افغانستانه ملاتړ وکړي، خو اجنډا دې نه ورکوي چې په کوم ډول او کومې لارې مخ ته لاړ شي، دوی دې پرېږدي چې افغانان خپلې ستونزې په خپله حل کړي او له هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو، له تور لېست څخه د طالبانو د ایستلو، د بندیانو د تبادلې، طالبانو ته د ځانګړي ادرس او راتلونکي نظام په اړه بحث او ورته د حل لارې پیدا کړي.
نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې د پاکستان له بند څخه د ملا برادر له خوشې کېدو هر کلی وکړ او ویې ویل، د سولې عالي شورا څو ځله د ملا برادر او څو نورو کسانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.
د سولې عالي شورا بل مرستیال مولوي عطاءالرحمن سلیم چې مسکو غونډې ته د سولې د عالي شورا د لېږل شوي پلاوي غړیتوب یې درلود، وویل، د لومړي ځل لپاره طالبان په یو مېز کېناستل او د پخوا په پرتله یې نظرونو توپیر درلود.
نوموړي وویل: ((طالبانو لکه د تېر په څېر د خبرو پر لاره مستقیم خنډونه نه دي جوړ کړي، یواځې یې وغوښتل چې د بهرنیانو د وتلو په سر له توافق وروسته خبرو ته تیار یو.))
نوموړي وویل، روسیې د غونډې په پای کې ژمنه وکړه چې په راتلونکې ناسته کې ډېره هڅه کېږي چې د افغانستان د سولې په تړاو مستقیمې خبرې پیل شي.
login or register a new account.