کابل (پژواک، ٢٢ لړم ٩٧) : روسيه وايي چې راتلونکې مياشت له امريکا سره د افغانستان د سولې پروسې په اړه مشوره او خبرې کوي.
دغه څرګندونې د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف پرون په مسکو کې د يوه خبري کنفرانس پر مهال کړې دي.
هغه زياته کړې چې ټاکل شوې ده په راتلونکې دسمبر مياشت کې د افغان سولې لپاره دامريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد مسکو ته سفر وکړي.
د نوموړي په وينا، خليلزاد به روسي چارواکو سره د افغان سولې په اړه د خپلو هلو ځلو په اړه معلومات شريک کړي او په دې برخه کې به د هغوى نظريات هم اخلي.
دا په داسې حال کې ده چې دافغان سولې لپاره دامريکا ځانګړى استازى افغانستان او سيمې ته په دويم سفر راغلى دى.
هغه په کابل کې ولسمشر اشرف غني، نورو چارواکو او سياسيونو سره ليدلي او له دې وروسته به پاکستان، متحده عربي اماراتو او قطر ته هم لاړ شي.
خليلزاد تېره مياشت قطر ته د سفر پر مهال د طالبانو له استازو سره هم ليدلي وو.
د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړ ي استازي ضمير کابلوف د تېرې جمعې په ورځ په مسکو کې د افغان سولې په اړه جوړې شوې غونډه بريالۍ وبلله او ويې ويل چې د سولې عالي شورا او وسله والو طالبانو غړي په يوه خونه کې سره ناست وو.
هغه زياته کړې، دواړو لوريو په خپلو کې سره خبرې وکړې چې دغه کار په افغانستان کې د سولې لپاره يوه پيلامه کېدلى شي.
کابلوف ويلي، طالبان هغه مهال له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته حاضرېږي چې لومړى له امريکا سره د ځواکونو پر وتلو يوه جوړجاړي ته ورسېږي.
د روسيې ځانګړي استازي په دغه کنفرانس کې د طالبانو هغه غوښتنې تکرار کړې چې استازي يې د مسکو په غونډه کې کړې وې.
طالبانو د نړيوال ضمانت، د بنديانو د خوشې کولو، د ناوړه تبليغاتو د درولو او يو شمېر نورې غوښتنې کړې وې.
login or register a new account.