کابل (پژواک ، ۳۰ لړم ۹۷) : ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان او پاکستان لپاره د المان ځانګړی استازی مارکوز پوتزریل نن مازدیګر په ګلخانې ماڼۍ کې خپل حضور ته ومانه.
له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په پیل کې د المان ځانګړي استازي د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې بین الافغاني مذاکراتو څخه خپل ملاتړ په ډاګه او افغانستان سره یې په بېلابېلو برخو کې د خپل هېواد د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
ولسمشرغني افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د المان د همکاریو د قدردانۍ ترڅنګ وویل: اوس د دې وخت رارسېدلی چې د سیمې هېوادونه د سیمې د انکشاف او ثبات لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.
login or register a new account.