ژبه

ولسمشر: د سلام  رحيمي په مشرۍ مو ١٢ کسيز مذاکراتي ټيم جوړ کړى

کابل (پژواک، ٧ لړم ٩٧): ولسمشر اشرف غني وايي چې د سلام رحيمي په مشرۍ يې له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو اترو لپاره ١٢ کسيز ټيم ټاکلى دى.

سلام رحيمي د ولسمشر د دفتر رييس دى.

ولسمشر غني دغه څرګندونې نن (د تلې ٧مه) د سويس په جينوا ښار کې د افغانستان په اړه دوه ورځني نړيوال کنفرانس ته وکړې.

په دغه کنفرانس کې چې د افغانستان او ملګرو ملتونو پر ګډې مشرۍ جوړ شوى، د ٦٢ هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران او ٣٥ نړيوالو سازمانونو استازو ګډون کړى دى.

هغه له ټولې نړيوالې ټولنې، ناټو اروپايي  ټولنې او نورو مننه وکړه چې له کلونو راهيسې په بېلابېلو برخو کې يې له افغانستان څخه ملاتړ کړی او مرستې یې کړې دي.

ولسمشر اشرف غني سولې ته په اشارې سره وويل چې سوله د افغانانو بېړنۍ ملي وجيبه ده او داسې څوک نشته چې د سولې مخالف وي.

ده زياته کړه: ((زه نن اعلان کوم چې د  افغانستان  له ټولو قشرونو سره له څو مياشتو مشورو وروسته د سولې لپاره مو د سولې يوه طرحه جوړه کړې ده.))

د هغه په وينا، د سولې لپاره يې اړين بورډ جوړ کړى او د دغه کار لپاره نورې مشورې هم روانې دي او اوس د سولې د خبرو دويم پړاو ته داخلېدونکي دي.

هغه زياته کړه چې دوى د سولې يو داسې تړون غواړي چې له هغه سره افغان طالبان  يوې ډیموکراتيکې پروسې ته داخل شي او هغوى بايد يو شمېر اصول مراعات کړي.

ولسمشر وايي چې طالبان بايد د ټولو خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو هغه حقوق مراعات کړي چې اساسي قانون ورکړي دي.

د نوموړي دغه په وينا، اساسي قانون بايد ومنل شي، د هېواد ملي امنيتي دفاعي ځواکونه له قانون سره سم خپلو فعاليتونو ته ادامه ورکړي.

ولسمشر وايي چې په هېواد کې هېڅ ډله بايد له نړيوالو ترهګرو او جرمي ډلو سره اړيکې ونه لري.

اشرف غني وويل چې دا ډول خلک د سولې په پروسه کې يو ځاى کېداى شي.

هغه زياته کړه چې له تېرو اتو مياشتو راهيسې يې د هېواد د ټولو قشرونو له استازو ښځو او نارينه وو سره یې وليدل او د سولې په اړه يې ترې مشورې واخیستې.

د نوموړي په وينا چې د ولسمشرۍ د دفتر د ریيس سلام رحيمي په مشرۍ يې دوولس کسيز مذاکراتي ټيم جوړ کړى دى.

ولسمشر غني وويل چې دغه راز يې يو بل مشورتي بورډ هم جوړ کړى چې ياد ټيم ته به مشورې ورکوي.

بلخوا د ولسمشر  مرستيال وياند شاه حسين مرتضوي د ولسمشر له وينا وروسته په خپله فيسبوک پاڼه کې د حکومت مذاکراتي ټيم لېست خپور کړى دى.

په دې لېست کې راغلي  عبدالسلام رحيمي د ولسمشر د دفتر ريسس، د پوهنې وزير محمد ميرويس بلخي،  د لوړو زده کړو وزارت مرستيال عبدالتواب بالاکرزى، د کډوالو وزارت مرستياله ډاکتره عالمه،  د ملي امنيت مرستيال جنرال عبادالله عباد، د ولسي جرګې غړې شاه ګل رضايي، د علماوو شورا غړى مولوي عطاءالله لودين، د پکتيا والي شميم خان کټوازى، د سترې محکمې غړى عبدالله عطايي،  د بهرنيو چارو وزارت د فرهنګي چارو رييس توريالى غياثي  او د حج وزارت مرستيال مولوي عبدالحکيم منيب شامل دي.

دغه راز مرتضوي ويلي چې مشورتي بورډ له نهو کمېټو څخه جوړ دى چې د سياسي مشرانو کمېټه، د سياسي احزابو کمېټه، د ځوانانو کمېټه، د ښځو کمېټه، د علماوو کمېټه،  د ولايتي مشرانو کمېټه، د مدني او فرهنګي چارو کمېټه،  د خصوصي سکتور کمېټه او د کډوالو او کوچيانو کمېټه په کې شاملې دي.