کابل (پژواک، ١١ ليندۍ ٩٧): د ولسمشر مرستيال وياند وايي چې محمد اشرف غني د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره کانديد دى او په دې اړه يې هڅې پيل کړې دي.
دغه موضوع د ولسمشرۍ مرستيال وياند شاه حسين مرتضوي، نن په کابل کې په خبري ناسته کې په ډاګه کړه.
ده وويل چې ولسمشر غني د ټاکنيز ټکت پر جوړښت کار کوي او ډېر ژر به اعلان شي.
بايد وويل شي چې تردې مخکې د ملي امنيت مخکيني سلاکار حنيف اتمر او د کورنيو چارو پخواني وزير عمر داودزي هم راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته د کانديدو خبر ورکړى دى.
تمه ده چې د ولسمشرۍ ټاکنې د راتلونکي ١٣٩٨ کال د وري په ٣١مه ترسره شي.
login or register a new account.