کابل (پژواک، ١٩ لېندۍ ٩٧): ملګري ملتونو د بشري حقونو نړيوالې ورځې په مناسبت ويلي چې له مجازاتو د معافیت پر وړاندې مبارزه، د بشري حقونو د قربانیانو د خسارو جبران ته باید لومړیتوب ورکړ شي.
د بشري حقونو نړیوالې ورځې په ویاړ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (یوناما) د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې د ۷۰ کلیزې په مناسبت د دې اعلامیې پر تلپاتې اهمیت ټینګار کوي او په افغانستان کې له بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو د ساتنې او ودې بیا غوښتنه کوي.
په کابل کې د يوناما له دفتره د لېندۍ په ١٩مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ملګري ملتونه د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د لاسته راوړنو، د بېلګې په توګه د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون کار، د نوو قوانینو جوړول چې رسنیو ته د معلوماتو د لاسرسي واک ورکوي، د جزا د نوي قانون جوړول چې د ازادیو د بنسټیزه کولو ترویج ته په هېواد کې ژمن او په ملکي خدماتو او خصوصي سکتور کې د ښځو حضور ښيي، هرکلی کوي.
سرچينې زياته کړې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یاماموتو په دې اړه ويلي: "په داسي حال کې چې افغانستان د بشري حقونو په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لري، ستونزې لا پاتې دي په ځانګړي توګه روانه وسله واله جګړه او ماتېدونکی امنیتی چاپېریال چې په پرله پسې توګه د ملکي وګړو د زیاتې مرګ ژوبلي لامل کیږي.
په خبرپاڼه کې راغلي، ملګري ملتونه له ټولو افغاني ادارو سره له نږدې کار کولو ته ژمن دی چې د پاتې ستونزو لکه د عدلي سیستم غښتلتیا، څو هغه پرمختګونه چې د قوانینو په اصلاح کې رامنځته شوي، پلي کړي او په اساسي قانون کې د ښځو حقونه تضمین او د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی له منځه یوسي.
یاماموتو وايي: "له مجازاتو سره د معافیت پر وړاندې مبارزه، د بشري حقونو د قربانیانو د خسارو جبران ته باید لومړیتوب ورکول شي؛ ځکه بشري حقونو نقص ته حساب ورکونه د یوې ټولنې لازمي بنسټ جوړوي."
هغه زياته کړې، له بشري حقونو ساتنه د قوانینو پر پلي کولو ولاړه ده چې په دغه صورت کې زیان منونکو وګړو ساتنه کېږي.
ملګري ملتونه په زغرده وایي چې سوله پخلاینه، حقیقت موندنه، حساب ورکونه او عدالت د افغانستان راتلونکي لپاره خورا مهم دي، دغه ډول د افغانستان د پراخو ژمنو له پلي کېدو ننګه کوي څو د بشري حقونو پراختیا ته دوام ورکړي او خپل ملي خوندیتوب سیستم تقویه کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې د جګړې ټولې خواوې د بشري حقونو له مدافعینو سره کار کوي.
یاماموتو وویل: "بشري حقونه د ملګرو ملتونو بنسټیز کار جوړوي او په افغانستان کې یې له اساسي دندو شمېرل کېږي او له افغانانو سره د مرستي په موخه کار کوي. "
د هغه په وينا، هغه ارزښتونه چې د بشري حقونو په نړیواله اعلامیه کې رانغاړل شوي، په ځانګړي ډول د سولې راتلونکو خبرو اترو لپاره مهم دي، د بشري حقونو اړوند هر ډول شا ته تګ په اسانۍ سره د منلو وړ نه دی او کولی شي د سولې بهیر له ننګونو سره مخ کړي."
يوناما وايي، هر کال د ډسمبر په ۱۰مه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو په اړه د عامه پوهاوي د ۱۶ ورځني کمپاین په ترڅ کې ملګري ملتونه د بشري حقونو نړیواله ورځ نمانځي او هغه لاسته راوړنې چې د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې له تصویب را په دېخوا ترلاسه شوې، په رسمیت پېژني، کوم چې د سولې د ټینګښت لپاره د یو کاري چوکاټ په توګه پېژندل شوی، د بشري حقونو ذاتي کرامت، د بشري کورنۍ ټولو غړو ته د یو شان وده ورکولو او د دولت د زورزیاتي او ناوړه استفادې په اړه د اشخاصو د ساتنې په اړه پوهاوي ته وده ورکوي.
د اعلامیې په پایله کې د شلمې پېړۍ یو له مهمو اسنادو څخه د ملیونونو وقار ساتل شوی او له ناویلي بشري ناورین څخه مخنیوی شوی.
login or register a new account.