کابل (پژواک، ۱۱ غویی ۱۴۰۵): د عامې روغتیا وزارت وایي، مرکزي لابراتوارونو ته د هېواد له ګمرکونو د اخیستل شوو نمونو د لېږد د همغږۍ په موخه غونډه ترسره شوې؛ دغه اقدام د دې لپاره دی چې بازار ته د غیرمعیاري درملو او روغتیایي محصولاتو د داخلېدو مخه ونیول شي.
د دغه وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې دا غونډه د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو د معینیت او د افغان پُست دولتي شرکت ترمنځ د لاسلیک شوي تفاهملیک د معرفي او پلي کولو په موخه، د درملو د صادراتو او وارداتو د تنظیم ریاست د استازو، د افغان پُست د مسوولینو، د ۳۴ ولایتونو د خوړو او درملو د امرینو او یو شمېر تخنیکي مسوولینو په ګډون جوړه شوې ده.
وزارت لیکلي چې د دغه تفاهملیک موخه دا ده چې د هېواد له ګمرکونو اخیستل شوې نمونې د کیفیت، اغېزمنتیا او خوندیتوب د ارزونې لپاره مرکزي لابراتوارونو ته د لېږد برخه کې یو منظم، شفاف او اغېزناک میکانیزم رامنځته شي، څو بازار ته د غیرمعیاري محصولاتو د داخلېدو مخه ونیول شي او د خلکو روغتیا لا ښه خوندي شي.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې غونډه کې د تفاهملیک مواد، د نمونو د لېږد بهیر، مسوولیتونه او د ښکېلو ادارو رول په روښانه توګه تشریح شوي او د دغه میکانیزم له مخې به هغه نمونې چې د څېړنې او کنټرول لپاره له ګمرکونو څخه اخیستل کېږي، د افغان پُست له لارې په خوندي او معیاري ډول مرکزي لابراتوارونو ته ولېږدول شي.
همدارنګه په دغه پروګرام کې د مرکز او ولایتونو ترمنځ د همغږۍ پر اهمیت، د نمونو د لېږد د بهیر پر چټکتیا، د ولایتي مسوولینو د پوهاوي د کچې پر لوړولو او د دغه بهیر پر اغېزناک پلي کېدو هم ټینګار شوی دی.