دوهم تعقيب، کابل (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۹۷): د کابل پولیس وايي، د دغه ولایت په پغمان ولسوالۍ کې پر افغان امنیتي ځواکونو د ځانمرګي برید له امله ١٢ کسان وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، نن سهار نهه بجې او شل دقیقې د پغمان ولسوالۍ په بالاچنار سيمه کې د امنیتي ځواکونو پر کاروان ځانمرګى برید شوى چې څلور امنيتي کسان او ٨ ملکي وګړي په کې وژل شوي دي.
ده زياته کړه، دغه راز په دې پېښه کې شپږ نظاميان او درې ملکيان ټپيان شوي هم دي.
له بلې خوا د ميدان وردګو د ولايتي شورا غړی شريف الله هوتک وايي، د پغمان په دې پېښه کې د دې ولايت د جلريز ولسوالي د محمد نورخيلو سيمې د يوې کورنۍ 8 غړي وژل شوي او څو نور ټپيان دې.
ده زياته کړې، څلور نارينه، درې مېرمنې او يو ماشوم وژل شوي او يوه مېرمن ډېره سخته ټپي ده چې په روغتون کې تر عمليات لاندې ده.
د هغه په وينا، زيانمن ټول د يوې کورنۍ غړي دي، غوښتل يې د خوښۍ په مراسمو کي د ګډون لپاره له کابل نه ميدان وردګو ته د خپلو دوستانو کور ته لاړ شي، خو موټر يې له بمي چاودنې سره مخامخ شوى دى.
login or register a new account.