ژبه

تازه خبرونه
ډاکتر عبدالله: د سولې پروسه کې د ولسوالانو او قومي مشرانو رول حياتي ارزښت لري

کابل (پژواک، ٢٠ لېندۍ ٩٧): د حکومت اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله  وايي چې د سولې په پروسه کې د ولسوالانو، قومي مشرانو او مخورو رول حياتي ارزښت لري.

نوموړي دغه څرګندونې نن (د لېندۍ ٢٠مه) په کابل کې د ولسوالانو ملي کنفرانس کې د وينا پر مهال کړې دي.

هغه زياته کړه، ولسوالان د حکومت او خلکو ترمنځ د اړیکو لومړنی پل دی او دا پل چې هر څومره فعال وي هماغومره به د خلکو او حکومت ترمنځ واټن کم وي.

اجرائيه رييس وويل، د ولسوالانو دنده امتیاز نه، بلکې قرباني ده چې په سختو شرایطو کې درنو ولسوال صاحبانو سیمه ییزه حکومتولي فعاله ساتلې ده.

ډاکټر عبدالله له ولسوالانو وغوښتل چې د خپلو ولسوالیو او ولسونو د اوسني وضعىیت په اړه روښانه تصوير په لیکلي بڼه له سیمه ییزو ارګانونو سره شريک کړي، څو د کلیوالي سیمو د ستونزو د حل او پراختیايي چارو په موخه یې د حکومت له مشرانو سره شریک کړي.

اجرائيه رييس د سولې پر پروسې د ټینګار تر څنګ په دې برخه کې د ولسوالانو ونډه مهمه یاده کړه او ویې ویل چې د قومي مشرانو او مخورو رول د سولې په پروسه او د ثبات په تامین کې حیاتي ارزښت لري.

هغه زياته کړه، د ملي یووالي حکومت د متوازن انکشاف او کلیوالي سیمو د پراختیا لپاره ژمن دی او ویې ویل چې د ولسي تړون پروګرام او د کلیوالي مېرمنو د پیاوړتیا پروګرامونه د همدې موخو لپاره پيل شوي دي.

په دغه کنفرانس د سیمه‌ ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر عبدالمتین بېک هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې په دې دوه ورځني کنفرانس کې به په دې بحثونه وشي، چې څنګه کېدای شي د ولسوالانو ستونزې راکمې او ولسوالۍ د حکومتولۍ په فعالې بڼې بدلې کړي.

هغه وویل چې ولسوالان به خپلې تجربې هم له یو بل سره شریکې کړي او په پای کې به د حکومت مشرانو ته په لیکلې بڼه خپل وړاندیزونه او پایلې وړاندې کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع