کابل (پژواک، ٢٢ ليندۍ ٩٧) : ولسمشر اشرف غني په ولسواليو کې د ولسوالانو، قاضيانو او څارنوالانو پر حاضرۍ ټينګار وکړ.
ولسمشر غني پرون ماښام د سیمه ییزې حکومتولۍ د ملي بحث تر سرلیک لاندې د ولسوالانو د دويم ملي کنفرانس د پای مراسمو کې ګډون او وينا وکړه.
په دغو مراسمو کې لومړی د سيمه ييزه ارګانونو د خپلواکې ادارې ريیس عبدالمتین بېګ په یاد کنفرانس کې د ترسره شویو کارونو په اړه خپل راپور جمهور رئیس ته وړاندې کړ.
وروسته د سولې اجماع لپاره په سیمه ییزه چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي محمد عمر داودزي ولسوالانو ته په خطاب کې وویل، د سولې مذاکرات نتیجه ورکوي او سوله ژر راتلونکې ده، د سیمې خلکو ته دا پیغام ورسوئ.
نوموړي زیاته کړه : ((موږ تلپاتې سوله غواړو، داسې سوله چې عادلانه وي او زموږ ملي یووالی په کې پیاوړی شي.))
ولسمشر د هغوی د خبرو له اورېدو وروسته وويل، ولسوالۍ له دولت او ملت سره د اړيکې لومړۍ نقطه ده او د هغوی رول په حکومتولي کې ارزښت لري او تاسو په خپلو سیمو کې زما ځانګړي استازي یاست.
هغه د کنفرانس په جریان کې د هغوی د نظریاتو، ارزونې او عادلانه قضاوت مننه وکړه وې ویل، پر خلکو ستاسو تمرکز زیات وو او دا د عظیم تحول ښودونکی دی.
ولسمشر وايي، ستاسو په لیدلورو کې يې ملي اجماع وموندله چې په سوله، ثبات، وفاق او اقتصادي پرمختګ به بدله شي.
اشرف غني د دوی د کار په ځای کې د ولسوالانو په حضور، د معلوماتو په شریکولو او د راپور په برابرولو ټینګار وکړ وې ویل، په ولسواليو کې د قاضیانو او څارنوالانو د حاضرۍ په اړه د سیمه ییزه ارګانونو خپلواک ریاست ته راپور ورکړئ.
ولسمشر غني په دې خاطر چې له ولسوالیو سره د ولسمشرۍ ماڼۍ اړیکې زیاتې شي د ملي امنیت سلاکار ته لارښوونه وکړه چې له هرې ولسوالۍ يو ځوان په ملي امنيت شورا کې استخدام کړي.
محمد اشرف غني مخابراتو وزارت او اترا ادارې ته لارښوونه وکړه چې سملاسي انټرنټ او ټېلېفوني خدماتو ته د ولسوالانو لاسرسی برابر کړي.
login or register a new account.