ژبه

د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندانو نوم لیکنه نن پیل شوه د

کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۹۷): د ټاکنو کمېسیون د مهالوېش له مخې، د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندانو د نوم لیکنې بهیر نن په رسمي ډول پیل شو.

د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندېدو بهیر به تر راتلونکو ۱۲ ورځو دوام ولري او د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان کولای شي چې سر له ننه په ټاکنو کمېسیون کې نوم لیکنه وکړي.

له دغه مهالوېش سره سم به د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو لومړۍ لېست د مرغومي په ۱۸ اعلان شي.

((د افغانستان د تابعیت لرل، اسلام، څلوېښت کاله عمر، د سل زره سټېکرو لرل، د بشري ضد جرمونو نه لرل، له مدني حقونو نه بې برخې کېدل او د یو میلیون افغانیو ورکول د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندېدو شرایط دي.))

په ورته وخت کې د ټاکنو کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي وايي، له تېرې چهارشنبې راهیسې نوماندانو ته د معلوماتي بستو د وېش لړۍ پیل او تر اوسه شپږو کسانو تر لاسه کړې دي.

د هغه په خبره، معلوماتي بستې په انلاین توګه هم ترلاسه کېدای شي او د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان کولای شي له هغې څخه ګټه پورته کړي.

د ټاکنو کمېسیون په داسې حال کې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندۍ بهیر پیل کړی چې د کابل، پکتیا، بغلان او ننګرهار ولایتونو د ولسي جرګې پایلې تر اوسه نه دي اعلان شوې.

نوموړی وايي، د روانې اوونۍ تر پایه به د څلورو ولایتونو د ولسي جرګې پایلې هم اعلان شي.       

د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د ولسي جرګې ټاکنې د روان کال د تلې په ۲۸مه او ۲۹مه خو په کندهار ولایت کې یوه اوونۍ وروسته خو په غزني ولایت کې تر اوسه نه دي ترسره شوې.

د مهال وېش پر اساس، د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د ۱۳۹۸ کال د وري په ۳۱مه ترسره کېږي.

login or register a new account.