کابل(پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۹۷): د ټاکنو کمېسیون وايي، تر اوسه د ولسمشریزو ټاکنو څوارلسو نوماندانو په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ګډون معلوماتي بستې ترلاسه کړې دي.
د ټاکنو کمېسیون غړي رفیع الله بیدار نن د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندۍ بهیر له پیل سره سم رسنیو ته وویل، تر اوسه نورالحق علومي، انوارالحق احدي، حکیم تورسن، هدایت الله حفیظ، ایام الدین وطندوست، نور الرحمن لېوال، زلمي رسول، رحمت الله نبیل، شیدا محمد ابدالي، فرامرز تمنا، محمد حنیف اتمر، احمد ولي مسعود او ځینو نورو دغه معلوماتي بستې ترلاسه کړې دي.
هغه وايي، د ولسمشرۍ ټاکنو احتمالي نوماندان، هر کله چې په معلوماتي بستو کې شامل شرطونه ولري، کولاى شي رسماً نوم ليکنه وکړي.
د افغانستان تابعیت لرل، مسلماني، څلوېښت کاله عمر، د افغانستان له ۲۰ ولایتونو څخه د سل زره سټېکرو لرل، د بشري ضد جرمونو نه لرل، له مدني حقونو نه بې برخې کېدل او د یو میلیون افغانیو ورکول د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندۍ شرایط دي.
بیدار وویل، ځینو نوماندانو په انلاین ډول معلوماتي بستې ترلاسه کړې او د بستو تر بشپړېدو وروسته به نوم لیکنې ته راشي.
login or register a new account.