ژبه

ايران ٢٤٢ نور افغان بنديان د افغانستان حکومت ته وسپارل

کابل (پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٧) : ايران وايي چې له افغان حکومت سره د تړون له مخې يې ٢٤٢ افغان بنديان کابل ته سپارلي دي.

د ايران د عدليې وزارت وياند د مرغومي په ٢٢مه، ايراني رسنيو ته ويلي چې دوه مياشتې مخکې يې له افغانستان سره د بنديانو د تبادلې تړون لاسليک کړى و.

سرچينې زياته کړې، د روان لمريز کال تر پايه پورې به ټول ٧٠٠ افغان بنديان د افغانستان حکومت ته وسپارل شي.

د عدليې وزارت ويلي، چې تېره اوونۍ يې ٢٠١ بنديان او نن يې ٢٤٢ نور افغان بنديان کابل ته سپارلي او دا لړۍ به ادامه ولري.

د ايران حکومت زياته کړې، دغه افغانان د نشه يي توکو د قاچاق او دغه هېواد ته  نا په قانونه  توګه د ننوتلو په تور نيول شوي وو.

سرچينې زياته کړې، ايراني محکمو دغو کسانو ته د بند سزا ورکړې وه او خپله پاتې موده به دافغانستان په زندانونو کې تېره کړي.

د يادونې ده، چې د ايران په زندانونو کې زرګونه افغانان په بېلا بېلو تورنو بنديان دي .

login or register a new account.

ورته موضوع