کابل (پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٧) : د افغان سولې لپاره دامريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د افغان سولې په اړه له هندي مشرانو سره تر ليدنو او خبرو اترو وروسته له دغه هېواد څخه روان شوى دى.
خليلزاد د مرغومي په ٢٢مه، په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي، چې په نوي ډيلي کې يې له هندي مشرانو سره ليدنې پاى ته رسېدلې دي.
هغه زياته کړې : (( له هندي چارواکو سره مې په ناستو کې پر دې بحث وکړ، چې څه ډول له افغان سولې سره مرسته کولى شي، څو افغانان د يوې تلپاتې سولې خاوندان شي.))
د نوموړي په وينا، په دې يې هم خبرې وکړې، چې په کومو برخو او ساحو کې هند او امريکا په ګډه له افغان سولې پروسې سره مرسته کولى شي.
زلمى خليلزاد چې په درې ورځني رسمي سفر هند ته تللى و، ورسره د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې اليس وېلز هم ملتيا کوله.
امريکايي پلاوي د هندوستان د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن سوشما سوراج په مشرۍ له هندي پلاوي سره تفصيلي خبرې کړې دي.
د هند د بهرنيو چارو وزارت وايي، په دې ليدنه کې يې خليلزاد ته په ډاګه کړه، چې دوى يواځې د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د سولې د پروسې ملاتړ کوي.
login or register a new account.