کابل (پژواک،٢٢ مرغومی ٩٧) : د کورنیو چارو وزارت وايي، له وسله والو قواوو پرته غیر دولتي کسان حق نه لري چې خپل ساتونکي د پیکپ، ډاډسن، رېنجر او نورو موټرو په باډیو کې ولېږدوي.
له دغه وزارت څخه نن رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې په جدي توګه راغلي چې له امنیتي او دفاعي کسانو پرته نور خلک د خپلې ساتنې او بدرګې لپاره په موټرو او کورونو کې د نیمه درنو وسلو لکه، راکټ، پیکا او دهشکې څخه د استفادې اجازه نه لري.
سرچینې زیاته کړې، د کورنیو چارو، ملي دفاع وزارتونو او د ملي امنیت عمومي ریاست چارواکي له دې امر څخه مستثنا دي.
د کورنیو چارو وزارت ویلي، د افغانستان ملي پولیس د خلکو د رواني او عیني امنیت ساتنې لپاره ځان د دې امر پر پلي کېدو مسوول ګڼي.
کورنیو چارو وزارت د دې په ويلو سره چې په دې ورځو کې زموږ زرګونه هېوادوالو د دغه ډول قیوداتو د رامنځته کېدو غوښتنه کړې ، ويلي : ((د سرغړونې پر مهال پولیس د نیولو او ډزو صلاحیت لري.))
دا په داسې حال کې ده چې کورنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې د ۲۲۲ مجرمانو لېست او وروسته یې د ۱۶ زورواکو او غاصبینو لېست خپور کړ او له خلکو یې غوښتي چې د یادو کسانو په نیولو کې له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.
د ۲۲۲ مجرمانو د نوملړ له خپرېدو وروسته کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په لېست کې یو شمېر شامل کسان پولیسو ته تسلیم شوي او څېړنې ترې روانې دي.
دغه راز په ۱۶ کسیز لېست کې یو شمېر موجود کسان هم پولیسو ته راغلي او د کورنیو چارو وزارت د جرمونو ضد برخې سره د خپلو حسابونو پر پاکولو بوخت دي.
login or register a new account.