ژبه

د امريکا د بهرنيو چارو وزير او د ناټو قوماندان د خليلزاد د ماموريت په اړه غږېدلي

کابل (پژواک، ٢٣ مرغومى ٩٧): د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو په افغانستان کې د ناټو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال مايک مېلر سره د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو په ټولنيزه شبکه ټويټر کې د دې ليدنې انځور او ويډيو هم خپره کړې ده.

که څه هم پومپيو دا نه دي ویلي چې دا ليدنه يې چېرته کړې، خو پومپيو چې د اتو عربي هېوادونو په سفر وتلى دى، اوس مهال په متحده عربي اماراتو کې دى او کېداى شي دا ليدنه يې په اماراتو کې کړې وي.

پومپيو په ټويټر کې ليکلي چې له جنرال مېلر سره يې په دې ليدنه کې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو پر شتون، د ملکي خلکو پر وضعيت او د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د ماموريت په اړه خبرې کړې دي.

نوموړي ټينګار کړی چې له خپلو نورو ملګرو هېوادونو سره په همغږۍ به په افغانستان کې تل پاتې سوله رامنځته کړي.

پومپيو او مېلر په داسې حال کې د افغان سولې لپاره د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد پر ماموريت خبرې کړې چې نوموړي سيمې ته په خپله درېيم سفر کې هند ته تللى او له هغه ځايه چين، پاکستان او افغانستان ته سفرونه کوي.

login or register a new account.