کابل (پژواک، ۲۳ زمری ۹۷) د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب، سعودي عربستان ته تر رنیدو مخکې د امریکا ځانګړي استازي سره پر افغان سولې خبرې کړې دي.
د ملي امنیت شورا ویاند طارق ارین د مرغومي په ۲۳مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې سعودي عربستان ته له سفر وړاندې حمدالله محب د اماراتوپه ابو ظبۍ ښار کې د متحده عربي اماراتو د ملي امنیت له سلاکار او همدا شان د افغانستان د سولې بهیر لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره جلا جلا کتنې کړې دي.
هغه زیاته کړه، دواړو خواوو په بېلا بېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه د افغانانو په مشرۍ د سولې بهیر او همدا شان له ترهګرۍ سره پر مشترکې مبارزې مفصل بحث کړی دی.
login or register a new account.