ژبه

هند: په افغان سوله پروسه کې دې د ١٨ کلونو لاسته راوړنې خوندي شي

کابل (پژواک، ٢٣ مرغومى ٩٧): هندوستان وايي چې د افغان سولې لپاره د ټولو هغو هڅو ملاتړ کوي چې د افغانانو په مشرۍ او مالکيت ترسره کېږي، خو د سولې په دې هڅو کې بايد د ١٨ کلنو لاسته راوړنې وساتل شي.

د هندوستان د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن سوشما سوراج دغه څرګندونې نن د ازبکستان په پلازمېنه عشق اباد کې د (مرکزي اسيا، هند او افغانستان) د بهرنيو چارو وزيرانو غونډې ته وکړې.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين هم په دې کنفرانس کې ګډون او نن يې ورته وينا کړې ده.

هغې زياته کړه چې هند او منځني اسيا هېوادونه له پېړيو راهيسې له افغانستان سره اړيکې لري، له پخوا راهيسې سوداګري کوي او خلک يې تګ راتګ کوي.

د نوموړې په وينا، هند او د منځني اسيا هېوادونه په افغانستان کې د تلپاتې سولې، ثبات او امنيت لپاره ګډې همکارۍ لري.

مېرمن سوراج وايي چې هندوستان د افغانستان د خلکو او حکومت د هغو هڅو ملاتړ کوي چې په خپل هېواد کې د تلپاتې سولې، خپلواکۍ او پرمختګ لپاره يې کوي.

هغې زياته کړه، د هند حکومت د سولې له ټولو هغو هڅو ملاتړ کوي چې د افغانانو په مشرۍ او مالکيت ترسره کېږي.

خو هغې زياته کړه چې د سولې په دغو هڅو کې بايد د افغانستان د تېرو ١٨ کلونو لاسته راوړنو وساتل شي او د افغانانو پر ضد پيل شوې شخړې او ترهګرۍ ته نور د پاى ټکى کېښودل شي.

د هند د بهرنيو چارو وزيرې وويل چې هېواد يې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره له ٣ ميليارده ډالرو زياتې مرستې کړې دي.

هغې په افغانستان کې د خپل هېواد په مرستو د ترسره شوو او ترسره کېدونکو بيارغونې پروژو يادونه وکړه او ويې ويل چې هر کال ٣٥٠٠ افغان محصلين په هندوستان کې لوړو زده کړو لپاره لېـږل کېږي.

مېرمن سوراج وويل، يو سوله ييز او با ثبات افغانستان سوېلي اسيا له مرکزي اسيا سره تړي او دغه کار د سيمې د ټولو هېوادونو اقتصاد سره پياوړى کوي.

هغې په دې برخه کې د چابهار بندر يادونه وکړه چې د هند، افغانستان او ايران په ګډو هڅو يې فعاليت پيل کړى دى.

login or register a new account.