ژبه

ايران: د داعش پر ضد مجبور یو له طالبانو سره همکاري وکړو

کابل (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٧): د ايران د پارلمان د ملي امنيت او نړيوالو اړيکو رييس وايي چې په اوسنيو شرايطو کې مجبور دي چې د داعش پر ضد له طالبانو سره همکاري وکړي.

د ايران د پارلمان د ملي امنيت او بهرني سياست د کمېسيون مشر حشمت الله فلاحت پېشه دغه څرګندونې له ايراني رسنيو سره په مرکه کې کړې او له طالبانو سره د دغه هېواد د اړيکو او خبرو اترو يې دفاع کړې ده.

هغه زياته کړې: ((کوم هېواد چې له مذاکراتو سره مخالفت ښيي، هغه د سياست په ډګر کې ډېر څه له لاسه ورکوي.))

د فلاحت پېشه په وينا، مذاکرات د دوست او دښمن د پر رسميت پېژندلو په معنا نه ده، د خبرو اترو له لارې کېداى شي اختلافات له منځه ولاړ شي.

هغه وايي، ايران له طالبانو سره شخړې او اختلافونه درلود چې د وخت تېرېدو سره دغه اختلافات له منځه تللي دي.

د يادونې ده، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې طالبانو ١١ تنه ايراني ډیپلوماتان وژلي وو.

خو د ايران د پارلمان د ملي امنيت او بهرني سياست د کمېسيون مشر  حشمت الله فلاحت پېشه وايي چې د ايراني ډيپلوماتانو او يو خبريال قاتلين وژل شوي چې ورسره دا قضيه له منځه تللې، خو حقوقي بحثونه يې لا پاتې دي.

هغه ادعا کړې چې طالبان په افغانستان کې پر يوې قوې بدل شوي، ايران د طالبانو په پرتله له افغانستان څخه سترو ګواښونو سره مخ دى، امريکا د داعش مشران افغانستان ته لېږدوي چې دغه کار ايران ته اندېښنې پيدا کړې دي.

هغه زياته کړې: ((په اوسنيو شرايطو کې موږ مجبور يو چې د داعش پر ضد له طالبانو سره همکاري ولرو، له همدې امله ايران په رسمي توګه له طالبانو سره مذاکرات وکړل او له دې مذاکراتو دفاع کوي.))

فلاحت پېشه ټينګار کوي چې له طالبانو سره د ايران اړيکې د افغانستان د ثبات او د داعش ډلې د مخنيوي لپاره ترسره شوې.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې د افغانستان رسمي دولت او طالبانو سره خپلې اړيکې څه ډول ارزوي ويلي: ((ايران په رسمي توګه اعلان وکړ، چې طالبانو سره يې خبرې د افغان حکومت په همغږۍ ترسره کړى دى.))

د يادونې ده، له دې مخکې د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف هم د طالبانو په ملاتړ څرګندونې کړې وې.

login or register a new account.

ورته موضوع