ژبه

د کابل ولایت ولسي جرګې ټاکنو مخکښ نوماندان اعلان شول

کابل (پژواک، ۲۴ مرغومی ۹۷): د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کابل ولایت مخښکو نوماندانو د نوملړ په اعلان سره وايي چې دا پایلې لومړنۍ دي او ښايي بدلون ومومي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لوري د لومړنيو پایلو د اعلان له مخې، حاجي اجمل رحماني ١٢١٩٢، الحاج عبدالقيوم خيرخواه ٩٦٢٦، فدامحمد الفت صالح ٧٤٠٦، احمد جاويد جيحون ٧١٦١، ډاکټر رمضان بشردوست ٧٠٤١، خان آغا رضايي ٦٩٠٥، الحاج اميرګل شاهين ٦٧٦٥، غلام حسين ناصري ٦٤٧٠، الحاج ملامحمد خان احمدي ٦٣٤٨، الحاج الله ګل مجاهد ٦٣٣٣، الحاج سيد محمد محمدي ٦٢٥٣، مير امان الله ګذر ٦٢٥٠، حاجي خان محمد وردګ ٦٠٠٥، الحاج قاضي مير افغان صافي ٥٩٦٨ او اجمل ګلاب ٤٥٢٥ رايې ترلاسه کړي چې تر اوسه د کابل په کچه تر ټولو زیاتې رايې دي.

همداراز احمد ضيا عظيمي شينوزاده ٤٤٨١، توفيق وحدت ٤٣١٨، عبيدالله کليمزي وردګ ٤٢٩١، حاجي حفيظ الله جليلي ٤١٨٣، حاجي محمد فرهاد صديقي ٤١٧٤، انور خان اورياخېل ٤١٢٠، حاجي زړګي حبيبي ٣٩٣٨، حبيب الرحمن سياف ٣٨٧٩ او نجيب الله ناصر ٣٧٧٩ رایو په ترلاسه کولو د کابل ولایت مخکښ نوماندان دي.

دغه راز فاطمې نظري ٢٨٩٧، شينکۍ کړوخېل ١٨٨٣، روبينا جلالي ١٥٢٩، فوزيې ناصريار ګلدره يي ١٤٧٠، مريم سما ١٤٣٩، سليمې نيکبين ١٣٥٢، مرسل نبي زاده ١٣١٩، زهرې نوروزي ١٢٩٧ او جنرال نظيفې ذکي ١١٩٧ رایو په ګټلو سره د کابل ولایت له مخکښو ښځينه نوماندانو څخه دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي چې اشخاص، سیاسي ګوندونه او نور بنسټونه کولی شي د نوماندانو لومړنيو پایلو له اعلان څخه وروسته په دوه ورځو کې د مخکښو اعلان شويو کسانو په تړاو اعتراضونه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کې ثبت کړي.

همداراز دا کمېسیون وايي: ((د هیچا رايه نه ده ضایع شوې، د خلکو رایه یو امانت دی او په ټول بهیر کې د یو امانت په توګه ترې ملاتړ شوی او چا ته چې خلکو رایه ورکړې، هغه به کس ولسي جرګې ته لار مومي؛ په بشپړ شفافیت کار روان دی او حق حقدار ته سپارل کېږي.))

د ټاکنو خپلواک کمېسیون یادونه کوي چې اعلان شوې پایلې لومړنۍ دي او ښايي په نهايي نوملړ کې بدلونونه رامنځ ته شي.

تر دې وړاندې د ۳۲ ولایتونو د ولسي جرګې ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع