ژبه

افغان سفيرې د امريکا ولسمشر ته خپل باورليک وسپاره

کابل (پژواک، ٢٥ مرغومى ٩٧): په واشنګټن کې د افغانستان نوې سفيرې مېرمن رويا رحماني د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته خپل باورليک وسپاره.

د افغانستان سفارت له خوا د مرغومي په ٢٥مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې مېرمن رويا رحماني په سپینه ماڼۍ کې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ ته د يو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې خپل باورليک وړاندې کړ.

سرچينې زياته کړې، ‏‎مېرمن رحماني له ولسمشر ټرمپ سره په کتنه کې د افغانستان دولت او خلکو نېکې هيلې وړاندې کړې.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه راز دوى د افغانستان او د امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د اهمیت په اړه خبرې وکړې.

همدا راز نوموړې له ترهګر‎ۍ سره په مبارزه کې د افغانستان د کلک ملاتړي په توګه د امریکا متحدو ایالتونو رول خورا مهم وباله.

په مقابل کې د امريکا ولسمشر ټرمپ هم خپلې نېکې هيلې څرګند کړې او د افغانستان له دولت او خلکو يې د امریکا متحدو ایالتونو پر هر اړخيز ملاتړ ټينګار وکړ.

login or register a new account.