کابل (پژواک، ٢٥ مرغومى ٩٧): د پاکستان د مذهبي ګوند جمعيت اسلام مشر مولانا فضل الرحمن له طالبانو غوښتي چې د امريکا ترڅنګ دې له افغان حکومت سره هم د سولې خبرې وکړي.
نوموړي دغه څرګندونې د امريکا غږ راډيو له پښتو څانګې سره په يوه ځانګړې مرکه کړې او په ډاګه کړې یې ده چې د افغانستان کورنۍ سوله هم ډېره مهمه ده.
هغه ويلي، له افغان حکومت سره د سولې خبرې هغومره مهمې دي، څومره چې له امريکا سره دي.
مولانا فضل الرحمن زياته کړې، طالبان دريځ لري چې امريکا د دوى نظام له منځه وړى، نو لومړى بايد له هغوى سره خبرې وشي، امريکا يې دا غوښتنه ومنله، خو له دې امله چې موضوع د افغانستان ده، افغانستان يو دولتي نظام او حکومت لري؛ نو طالبان دې له خپلو افغانانو سره هم خبرې وکړي.
login or register a new account.