کابل (پژواک، ٢٦ مرغومى ٩٧): په پاکستان کې د افغانستان سفير وايي چې دواړه هېوادونه د بنديانو د تبادلې پر يوه ميکانيزم هوکړه کړې ده.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان لوی سفير شکرالله عاطف مشعل پرون پېښور ښار ته د سفر پر مهال د افغان کډوالو، محصلينو او سوداګرو له استازو سره وليدل.
سرچينې زياته کړې، د دې ليدنې پر مهال استازو په پاکستان کې د افغان کډوالو، محصلينو او سوداګرو پر ستونزو خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې په پېښور کې د افغان کډوالو د رياست له خوا سفير ته د کډوالو په اړه بشپړ معلومات ورکړل شول.
عاطف مشعل راغلو خلکو ته ډاډ ورکړ چې د ستونزو حل يې لومړیتوب دی او په دې برخه کې به نه ستړي کېدونکې هلې ځلې کوي.
نوموړي زياته کړې چې د افغانستان او پاکستان حکومتونو د بنديانو د تبادلې پر يوې پرېکړې هم هوکړې ته رسېدلي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، پر دې موضوع هوکړه تېره مياشت کابل ته د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير د سفر پر مهال شوې وه.
مشعل وايي، په دې اړه يو ميکانيزم هم جوړ شوى چې له مخې يې دواړه هېوادونه به د يو بل بنديان سره تبادله کوي.
د افغانستان سفير ويلي چې د سفارت يو پلاوى به پر پاکستاني زندانونو ګرځي او افغان بنديان به معلوموي.
د هغه په وينا، دغه راز افغان حکومت به پاکستاني پلاوي ته اجازه ورکوي چې د افغانستان په زندانونو کې د پاکستاني بنديانو په اړه معلومات راټول کړي.
نوموړي له يادې غونډې وروسته له خبريالانو سره د لنډو خبرو پر مهال په تورخم کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني سرحدي ځواکونو پر ناروا چلند اندېښنه څرګنده کړه.
د عاطف مشعل په وينا، د پاکستان د پوځ له مشر جنرال باجوه سره يې د ليدنې پر مهال له هغه سره د تورخم پر ستونزې او افغانانو ته د ويزې پر زياتولو خبرې کړې دي.
login or register a new account.