کابل (پژواک، ٢٦ مرغومى ٩٧): طالبانو ويلي چې امريکا ورسره د سولې خبرو له اجنډا تېښته کوي او ګواښ يې کړى، که تګلاره يې بدله نه کړه، نو د سولې روانې خبرې به وځنډوي.
د وسله والو طالبانو د يوه وياند ذبيح الله مجاهد له خوا د مرغومي په ٢٦مه رسنيو ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې د افغانستان د وروستي سياسي وضعيت په اړه د خپلې ډلې دريځ خپور کړى دى.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دوى په هېواد کې په نظامي او سياسي دواړو ډګرونو کې فعاليت کوي، د افغان د مسئلې د سياسي حل لپاره يې لاره خلاصه پرېيښې او د اړيکو ځای يې هم ښکاره دی چې هغه په دوحه کې سياسي دفتر دى.
طالبانو ويلي، هر هېواد چې د افغانستان د مسئلې په سوله ييز حل کې مرسته کول غواړي، کولی شي له دغه دفتر سره اړيکې ونيسي او دوى يې هرکلى کوي؛ خو په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو شتون مهمه موضوع ده او دوى يې حل کول غواړي.
خو په خبرپاڼه کې راغلي چې دا مسئله د چا په فشار او تاکتيکي برخوردونو نه حل کېږي او نه هم دا د منلو وړ دي چې څوک د افغانستان مسئله د خپلو اړيکو د پر مخ بيولو او خپلو ګټو ترلاسه کولو لپاره وکاروي.
طالبانو ويلي، که امريکايان غواړي په ښه نيت مذاکراتو ته راشي او مشروع غوښتنې یې ومني، نو په داسې کولو سره مسئله حل کېدای شي؛ خو که د دوى مشروع غوښتنو له منلو تېښته کوي او په يوه او بله پلمه د سولې تر نامه لاندې خپل استعماري او نظامي اهداف له سياسي لارو تعقيبوي يا د نورو هېوادونو د تطميع له لارې ناروا فشارونه اچوي، دا معنی لري چې د افغانستان د مسئلې په سوله ييز حل کې لېوالتيا نه لري.
په خبرپاڼه کې راغلي چې امريکايانو دوه مياشتې مخکې د دوحې په ناسته کې موافقه کړې وه چې په راتلونکې غونډه کې به له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو پر وتلو او د نورو هېوادونو پر خلاف د افغانستان د خاورې د نه استعمالولو پر موضوع خبرې کوي؛ خو اوس دوی له هغې اجندا ډډه کوي او په خپله خوښه نوي موضوعات په کې زیاتوي.
طالبانو ګواښ کړى او امريکا ته يې خبرداری ورکړى چې که دغه وضعيت دوام کوي او دوى په خپله تګلاره کې له ريښتینولی کار نه اخلي، نو طالبان به هم اړ شي چې د سولې خبرې او مذاکرات تر هغه وځنډوي څو امريکا له ناروا فشارونو او تاکتيکونو پرته واقعي سولې ته را وړاندې شوې نه وي.
login or register a new account.