کابل (پژواک، ٢٨ مرغومى ٩٧): د افغانستان حکومت وايي چې له وسله والو طالبانو سره د سولې د نېغ په نېغه خبرو اترو پيلولو په برخه کې پرمختګ شوى دى.
د ولسمشر وياند هارون چخانسوري د مرغومي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو هم په دې برخه کې لېوالتيا ښودلې ده او په پاى کې هم د سولې خبرې کېږي.
خو هغه وايي چې تر اوسه د سولې خبرو پر نېټې او ځاى هوکړه نه ده شوې، خو هيله يې څرګنده کړه چې دغه کار به هم ژر وشي.
د چخانسوري په وينا، که چېرې طالبان رښتيا هم سولې ته لېوال وي او د جګړې پاى ته رسول غواړي، نو له افغان حکومت سره دې د سولې خبرې اترې پيل کړي.
د ولسمشر وياند وويل چې د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د سولې پروسې لپاره سيمه ييزه او نړيوال اجماع رامنځته شوې ده.
ده زياته کړه، ځيني هېوادونه د افغان سولې په تړاو اندېښنې لري، خو د افغانستان او امريکا حکومتونو په هڅو کې دي چې دا اندېښنې له منځه يوسي.
خو دى وايي، دا اندېښنې په دومره کچه کې نه دي چې د سولې پروسې ته زيان ورسوي.
د ولسمشر وياند وويل چې که څه هم پاکستان په دې برخه کې د همکاريو ژمنې کوي، خو تر اوسه یې په عمل کې څه نه دي کړي.
د يادونې ده، وسله وال طالبان له افغان حکومت سره له خبرو انکار کوي او وايي چې لومړى له امريکا سره د هغوى د سرتېرو پر وتلو يوې هوکړې ته رسېدل غواړي.
د افغان سولې په تړاو د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد وړمه ورځ په کابل کې ويلي وو، که طالبان د سولې خبرې کول نه غواړي، نو امريکا په جګړه کې له افغان ځواکونو سره يو ځاى درېږي.