ژبه

احمد ولي مسعود ولسمشرۍ ټاکنو ته ځان نوماند کړ

 کابل (پژواک، ۲۹ مرغومی ۹۷): احمدولي مسعود ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماند په توګه نن له خپلو دوه مرستیالانو سره د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې نوم لیکنه وکړه.

د احمد ولي مسعود په ټاکنیز ټکټ کې، د لوړو زده کړو پخوانۍ وزیره فریده مومند يې لومړۍ مرستیاله او د غرجستان لوړو زده کړو خصوصي موسسې مشر عبداللطیف نظري يې د دویم مرستیال په توګه شامل دي.

احمد ولي مسعود، د احمدشاه مسعود ورور چې تر دې وړاندې په انګلستان کې د افغان سفير په توګه او همداراز د ((احمدشاه مسعود)) بنسټ د مشر په توګه کارکړی دی.

نوموړی په دري، پښتو او انګلیسي ژبو تسلط لري.

 مسعود، نن د یوې مطبوعاتي غونډې پرمهال وویل چې د ملي وفاق ډلې په جوړښت کې د جهاد او مقاومت، عالمانو، مدني بنسټونو، ملي څېرو او د نن ځوان نسل حضور لري د ((بدلون)) په نوم شعار سره د ولسمشرۍ ټاکنو ډګر ته راوتلى دى.

نوموړي زیاته کړه چې د ملي وفاق ډله کې شپږ کسان شتون لري چې درې تنو یې نن د ټاکنو خپلواک کمېسیون کې ولسمشرۍ ټاکنو ته  د نوماند او دوو يې د مرستیالانو په توګه نوم لیکنه وکړه او درې تنه نور به وروسته د لومړي وزیر او د هغه د دوه مرستیالانو په توګه معرفي شي.

هغه په دې باور دی چې د ریاستي نظام جوړښت په هېواد کې د بې عدالتۍ، فساد او وروستوالي لامل شوی او دا نظام بدلون ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه: ((د ملي وفاق ډلې یوه اساسي موخه  په صدراتي نظام د ریاستي نظام بدلون دی چې  ولسمشر او لومړی وزیر ولري.))

هغه د خپلو خبرو په دوام وویل چې په تېرو ۱۷ کلونو کې یوه اصلي ستونزه دا وه چې یوازې ولسمشر تصمیم نیوه او په پایله کې هېواد کړکیچ لور ته لاړ.

د ولسمشریزو ټاکنو یاد نوماند په دې باور دی چې خلکو ته باید د تصمیم نیولو پرمهال شريک شي او واک باید په عادلانه ډول ووېشل شي.

نوموړي د ولسي جرګې ټاکنو کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مدیریت کمزوری وباله، ويې ویل چې کمېسیون و نه توانېد څرنګه چې اړینه وه د تلې ۲۸ مې او ۲۹ مې ټاکنې ترسره کړي او باید د ټاکنو کمېسیون کې بدلون راشي.

 تر دې وړاندې ډاکټر زلمي رسول د ((ملي یووالي، عدالت، امنیت، سولې، اعتدال او برابرۍ )) ، عبداللطیف پدرام د ((ازادي، عدالت او امنیت))؛ محمد حکیم تورسن د ((موږ عمل کوو، شعار نه ورکوو)) شعارونو سره، سید نورالله جلیلي؛ عنایت الله حفیظ، فرامرزتمنا؛ شهاب حکیمي؛ او محمد حنیف اتمر د ((سولې او اعتدال)) په شعار سره د ۱۳۹۸ کال چنګاښ ۲۹ مې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ځانونه کاندید کړي دي.

login or register a new account.