کابل (پژواک، ۲۹ مرغومی ۹۷): د ولسمشرۍ ټاکنو ته رحمت الله نبیل د دولسم او محمد ابراهيم الکوزی د دیارلسم نوماند په توګه، نن د ټاکنو خپلواک کمېسیون کې نوم لیکنه وکړه.
رحمت الله نبیل د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند، جنرال مراد علي مراد د لومړي مرستیال او مسعوده جلال د دویم مرستیال په توګه نن له غرمې وروسته په رسمي ډول په یو ټاکنیز ټکټ کې نوم لیکنه وکړه.
رحمت الله نبیل په ۱۳۴۸ کال کې په میدان وردګ ولایت کې زېږېدلی، نوموړی چې پښتون دی، لوړې زده کړې یې د کابل پوهنتون په انجنیري پوهنځي کې سرته رسولي دي.
نوموړی د ملي امنیت رییس، د ملي امنیت شورا مرستیال، د ولسمشرۍ ساتنې قطعې د رییس او د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ کې بېلابېلې دندې ترسره کړي دي، په پښتو، دري او انګلیسي ژبو تسلط لري.
رحمت الله نبیل نن مازیګر له نوم لیکنې څخه وروسته رسنیو ته وویل چې د خلکو په همکارۍ او پر الله تعالی توکل د سیالۍ ډګر ته راوتی او د بریالیتوب په صورت کې به د سولې ټینګښت او امنیت ته لومړیتوب ورکړي.
نبیل، له فساد سره مبارزه او د قوانینو پلي کېدل خپل نور پروګرامونه یاد کړل او ویې ویل چې ډله یې د فکري محور له مخې جوړه شوې، نه د شخص او قوم محوري پر بنسټ.
نوموړي د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې په ټاکنو کې پاتې وباله، د کمېسیون جوړښت او قوانینو کې د بدلون غوښتنه يې وکړه څو خلک بېرته د ټاکنو پر بهیر باوري شي.
هغه وویل چې د امنیت او عدالت ډله د اقتصاد، کرنې، ټولنې، فرهنګ او بهرني سیاست په برخو کې پراخ پروګرامونه لري او خپلې ژمنې به عملی کوي.
دغه راز محمد ابراهیم الکوزي ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماند، فریده غزنوي د لومړي مرستیال او ډاکټر سامع کیاني د دویم مرستیال په توګه، نن په رسمي ډول نوم لیکنه وکړه.
الکوزی ۴۱ کلن دی او له کابل پوهنتون څخه يې په حقوقو کې د ماسټري تر کچې زده کړې کړي دي.
هغه وویل چې د بې عدالتي، ظلم او ناروا پر وړاندې مبارزه کوي، دا هغه موارد دي چې مخکیني او اوسني نظام کې شته او هغوی له ظلم او بې عدالتي سره مبارزه کوي.
login or register a new account.