کابل (پژواک، ٢٩ مرغومى ٩٧) : د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت له پاکستانه غوښتي چې د افغانستان ملي خپلواکۍ ته درناوى ولري.
د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د هغو څرګندونو په اړه کلک غبرګون ښودلى چې ويلي يې و هندوستان په افغانستان کې هېڅ رول نه لري.
د هند د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا د پاکستان کار نه دی چې په سيمه او نړۍ کې هند ته رول وټاکي او يا هم د يوه خپلواک هېواد له لوري د هند په اړه نظر ورکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، افغانستان يو خپلواک هېواد دی او پاکستان نه شي کولی ددغه هېواد د بهرنۍ تګلارې په اړه نظر څرګند کړي او يا په افغانستان کې هند ته رول وټاکي.
د هند دبهرنيو چارو وزارت زياته کړې، پاکستان دې تر هر څه وړاندې نور په افغانستان کې د جګړې او ترهګرو ډلو ملاتړ پرېږدي او ددغه هېواد په سوله او ثبات کې دې همکاري وکړي.
هندوستان ويلي، پاکستان بايد دې ته متوجه واوسي چې نړۍ ددوی ورانکاره فعاليتونه او اقدامات ويني او په دې مسئله سترګې نه شي پټېدلی.
login or register a new account.