کابل (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٧): د بهرنيو چارو وزارت پخواني مرستيال حکمت خليل کرزي هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د ډاکټر عبدالله عبدالله له ټاکنيز ټيم سره يو ځاى شوى دى.
له دې مخکې په رسنیو او ټولنيزو شبکو کې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې حکمت کرزى د ډاکټر عبدالله عبدالله له ټيم سره يو ځاى شوى او د هغه د بريا په صورت کې به د حکومت اجرائيه رياست ورکول کېـږي.
خو د حکمت کرزي له خوا د مرغومي په ٣٠مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: ((لکه څرنګه چې زموږ هېواد د نوو ټاکنیزو سیالیو پر لور یو بل نوی قدم اخلي، افغانان به یو ځل بیا له ټاکنې سره مخ شي. دا انتخابات نه باید د سیاسي شعارونو تر اغېز لاندی وشي؛ بلکي زموږ د خلکو هیلې پوره کړي.))
هغه زياته کړې، د قدرت د عادلانه، شفاف او له هر ډول تاوتریخوالي د پاک لېږد ظرفیت د ټول ملت لپاره اړین او مهم دی او دا د ټولو مسوولیت دی چې په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي.
ده ويلي: ((ډېره خواشینوونکې ده چې زموږ اوسنی سیاست زموږ په هېواد کې ثبات او سوکالۍ ته د رسېدو په لاره کې چې زموږ ولس يې مستحق دی، پاتې راغلی. زما په اند، یوازې یو بل ټاکنیز کمپاین زموږ د ولس د سپېڅلو ارمانونو د پوره کولو لپاره بسنه نه کوي. موږ پرته له یوې واکمنې، با عزته او تل پاتې سولې پرته د پرمختګ هیلي نه شو درلودلی.))
حکمت کرزى وايي، له صادقانه او پراخو مشورو وروسته يې پرېکړه وکړه چې په دغه حساس وخت کي اړینه ده چې خپل ټول امکانات او هڅې یوازې او یوازې په هېواد کې د سولې لپاره ځانګړې او متمرکزي کړي.
ده زياته کړې: ((زه ټولو هغه هڅو ته ژمن یم چې زموږ د دغه ستر ارمان له پوره کېدو سره مرسته وکړي.))
د هغه په وينا، افغانستان نور دا توان نه لري چې د خپلو خلکو، زامنو، لورګانو، وروڼو، خویندو او مینه والو له لاسه ورکول وزغمي.
login or register a new account.