ژبه

برېښنا شرکت: د برېښنا د پوروړو نوملړ راتلونکې اونۍ څارنوالۍ ته سپاري

کابل (پژواک ۲ سلواغه ۹۷): د برېښنا شرکت ریاست د برېښنا پوروړو ته ګواښ کوي چې که تر راتلونکو درېیو ورځو د برښنا شرکت پور ور نه کړي، قانوني چلند به ورسره وشي.

د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي پژواک خبري اژانس ته وویل، که پوروړي یې تر راتلونکو درېیو ورځو د برښنا پور ورنه کړي، نومونه به یې د قانوني چلند لپاره له څارنوالۍ او رسنیو سره شریک شي.

د ده په خبره، پر پېرېدونکو د دغه شرکت د پور اندازه له ۴ میلیارد افغانیو ډېره ده.

نوموړي پوروړي دولتي او نادولتي  ادارې او خلک یاد کړل او زیاته یې کړه، د برېښنا لګښت د پوروړیو په لېست کې یو شمېر جهادي قوماندانان، د ملي شورا وکیلان، سیمه ییز قوماندانان، عادي کسان، دولتي او نادولتي ادارې او فابریکې شامل دي.

توحیدي زیاته کړه، ټاکل شوې وه چې دغه لېست نن د هېواد له لویې څارنوالۍ سره شریک کړي، خو بیا هم د برېښنا پوروړیو ته درې ورځې ځنډ ورکړل شو چې د ناغېړۍ پر مهال به یې نوملړ راتلونکې شنبه د برېښنا شرکت له خوا له لویې څارنوالۍ او رسنیو سره شریک شي.

login or register a new account.

ورته موضوع