ژبه

ولسمشرغني محقق له دندې ګوښه کړ

کابل (پژواک، ٤ سلواغه ٩٧) : ولسمشر محمد اشرف غني د اجراييه رياست دويم مرستيال محمد محقق له دندې ګوښه کړى دى.

په ارګ کې د ولسمشر ددفتر له خوا د سلواغې په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته په دې اړه د ولسمشر فرمان رالېږل شوى دى.

په فرمان کې راغلي، د اساسي قانون د ٦٤مې مادې د ١٣مې فقرې له مخې، د ملي يووالي حکومت د اجراييه رياست د دويم مرستيال عزل منظور دى.

د يادونې ده، چې محمد محقق په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د ولسمشرۍ د کانديد حنيف اتمر ددويم مرستيال په توګه انتخاب شوى دى.

تر اوسه محقق او د اجراييه رياست له خوا په دې اړه کوم غبرګون نه دى ښودل شوى.

login or register a new account.