ژبه

د شانګهاى سازمان: هيله ده د سولې په اړه د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې ژر پیل شي

کابل (پژواک، ٧ سلواغه ٩٧) : د شانګهاى سازمان هيله څرګنده کړه، چې د سولې لپاره د افغانستان حکومت او طالبانو تر منځ مذاکرات ژر پیل شي.

د سولې عالي شورا وياند سيد احسان طاهري د سلواغې په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چين ته د سفر پر مهال د سولې اجماع لپاره په سیمه يیزو چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي او د سولې عالي شورا د دارالانشاء له ريیس محمد عمر داوودزي د شانګهای همکاریو سازمان سکرتر جنرال ولادیمیر نوروف سره ولیدل او د افغان سولې پروسې په اړه يې ورسره خبرې وکړې.

هغه زياته کړه، نوروف په افغانستان کې د دغه سازمان او ازبکستان هېواد له انکشافي برنامو څخه چې دى يې اوسېدونکى دى، یادونه وکړه او ملاتړ یې ترې وکړ.

نوروف وویل، په افغانستان کې د سولې او ثبات ټينګښت د سیمې لپاره هم اړین دى او هیله یې وښوده ترڅو د سولې لپاره د افغانستان حکومت او طالبانو تر منځ مذاکرات ژر پیل شي او سوله تامین شي.

نوموړي زیاته کړه چې په افغانستان کې سوله د سیمې اقتصاد لپاره هم ګټوره او اغېزمنه ده.

محمد عمر داوودزي د شانګهای همکاریو سازمان له مرستو او په افغانستان کې د ازبکستان هېواد له دوامداره پرمختیایي برنامو د ملاتړ قدرداني وکړه او په افغانستان کې یې د سولې پروسې د وروستیو لاسته راوړنو په اړه هم معلومات ورکړل.

هغه د شانګهای د همکاریو سازمان څخه وغوښتل چې د افغان سولې په موخه په سیمه يیزه کچه د سیمه يیزې اجماع او همغږۍ لپاره د دغه سازمان له لوري د افغانستان سولې پروسې په برخه کې همکار واوسي.

دغه راز محمدعمر داوودزي د دغه سازمان له سکرتر جنرال ولادیمیر نوروف څخه د شانګهای د همکاریو په سازمان کې افغانستان ته د یادې پروسې په هکله د بشپړ غړیتوب لپاره د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه هم وکړه.

د یادونې ده چې د شانګهای د همکاریو سازمان د اتو بشپړ غړیتوب او ۴ ناظرو غړو لرونکی دی چې افغانستان تر اوسه په دې سازمان کې د ناظر غړي په توګه شامل دی.

login or register a new account.