کابل (پژواک، ٩ سلواغه ٩٧) : افغانستان د روڼتيا نړيوال سازمان په کلني راپورکې د فساد پرضدمبارزه کې په پنځو مقامونو ښه کېدو سره نهم مقام خپل کړى دى.

دروڼتيا نړيوال سازمان له خوا نن د سلواغې په ٩مه، د ٢٠١٨ زېږديز کال کلنى راپور خپور شوى، چې په کې افغانستان ١٧٢مقام خپل کړى، دا په داسې حال کې ده چې افغانستان تېر کال په ١٧٧ مقام کې و.

تر دې مخکې کلونو کې افغانستان، لومړي، دويم، درېيم او څلورم مقامونه خپل کړي وو.

د روڼتيا نړيوال سازمان د نړۍ په ١٨٠ هېوادونو کې په دې اړه سروې او پوښتنې کړې او بيا يې خپل راپور چمتو کړى دى.

د روڼتيا نړيوال سازمان (ټرانسپرنسي انټرنېشنل) له خوا د خپور شوي لېست له مخې، افريقايي هېواد صوماليا د پخوا په څېر يو ځل بيا د نړۍ تر ټولو فاسد هېواد اعلان شوى دى.

د ياد سازمان د ارزونو له مخې، کوم هېواد چې صفر نومرې ترلاسه کړي، هغه د نړۍ تر ټولو مفسد او څوک چې ١٠٠ نومرې واخلي، نو کم مفسد يا پاک هېواد اعلانېږي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، سوريه په دې لېست کې دويم، سوېلي سوډان درېيم، يمن څلورم، شمالي کوريا پنځم، سوډان شپږم، ګيني باسو اووم، اېکواټوريا ګوينيا اتم ، افغانستان نهم او ليبيا لسم مقام خپل کړى دى.

ددغه سازمان د راپور له مخې، ډنمارک لومړى پاک هېواد، نيوزيلينډدويم، فنلينډ درېيم، سينګاپور څلورم، سويډن پنځم، سويس شپږم، ناروې اووم، هالينډ اتم، کاناډا نهم او لوګزمبورګ د نړۍ لسم پاک هېواد اعلان شوى دى.

افغانستان د ياد سازمان له خوا ١٦ نومرې ترلاسه کړې دي په ٢٠١٦ او ٢٠١٧ کال کې افغانستان ١٢ نومرې اخيستې وې.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، پاکستان ١٢١ او هندوستان په ٣٨ نومرو ٨٣ م مقام خپل کړى دى.

امريکا ٢٢، بريتانيا ١١ او چين نويم مقام خپل کړى دى.

د روڼتيا نړيواله اداره وايي چې له واک او دندې ناوړه ګټه اخيستنه، پټې معاملې او رشوت اخيستل په نړيواله کچه د فساد لامل شوي او دغو کارونو ټولنو ته ډېر زيان رسولى دى.

د روڼتيا نړيواله اداره چې په ۱۹۹۳ ميلادي کال کې جوړه شوې او مرکز يې په برلين کې دى، د نړۍ په يو سلو اتيا هېوادونو کې دفترونه لري چې د فساد په اړه معلومات راټولوي.

د يادې ادارې مشره ډيليا فيريا روبيو وايي، فساد هغه مهال زياتېږي، چېرته چې ديموکراتيک بنسټونه کمزوري وي.

هغې زياته کړې : (( موږ ليدلي، په ډېرو هېوادونو کې غير ديموکراتيک عناصر او سياستمداران فساد د خپلو شخصي ګـټو لپاره ترسره کوي.))