ژبه

د نن ورځې تر پایه د شپږو نورو ولایتونو د ولسي جرګې ټاکنو وروستۍ پایلې اعلانېږي

 کابل (پژواک، ۹ سلواغه ۹۷): د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د نن ورځې تر پایه د شپږو نورو ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلانېږي.

 د ټاکنو کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، د نورستان، بدخشان، کونړ، فراه، فرایاب او خوست ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه یې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پرېکړه ترلاسه کړې او د نن ورځې تر پایه به یې پایلې په رسمي توګه اعلان شي.

 دا په داسې حال کې ده چې نوموړي تېره یکشنبه (د سلواغې ۷ مه) د سیاسي ګوندونو او جریانونو استازو او څارونکو ته ویلي چې دغه کمېسیون د ۲۰ ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې وروستۍ کړې او تر راتلونکې اوونۍ به د کابل ولایت وروستۍ پایلې هم اعلانوي.

 له دې مخکې د لغمان، دایکنډي، سمنګان، جوزجان، بامیان، پروان، اروزګان، زابل، نیمروز، کاپیسا، پنجشېر او سرپل ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شوې دي.

 د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې پراخې درغلۍ ترسره شوې او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون، سیاسي ګوندونو، د ولسي جرګې د نوماندانو او هېوادوالو له سخت غبرګون سره مخ شوې.

 د ولسي جرګې د ټاکنو په مهال وېش کې د دې جرګې د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان نېټه د لړم ۱۹ مه او د وروستیو پایلو لپاره د قانون له مخې تر لومړنیو پایلو یوه میاشت وروسته وخت ټاکل شوی و، خو وروسته یاد کمېسیون وویل چې د تخنیکي ستونزو، له ولایتونو څخه ولسوالیو ته د موادو انتقال او زیاتې پاک کارۍ ته د اړتیا له امله د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې د لیندۍ پر دویمه او د کابل ولایت د همدې میاشتې پر ۱۰ مه اعلانېږي.

خو د ټاکنو کمېسیون د ټاکنو لومړنۍ پایلې د مرغومي په ۲۴ مه اعلان کړې.

login or register a new account.