ژبه

ضمير کابلوف د افغان سولې په اړه د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللى

کابل (پژواک، ٩ سلواغه ٩٧) : د افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ځانګړى استازى ضمير کابلوف د افغان سولې په اړه د خبرو لپاره د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته رسېدلى دى.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ډاکتر محمد فيصل د سلواغې په ٩مه ويلي، کابلوف چې پرون اسلام اباد ته رسېدلى و، نن سهار يې لومړى د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې مېرمن تهمينه جنجوعه سره وليدل.

سرچينې زياته کړې چې دواړو لوريو د پاکستان او روسيې پر اړيکو او دافغان سولې پروسې په اړه په تفصيل سره خبرې وکړې.

ډاکټر فيصل وايي، وروسته د افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمير کابلوف د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي سره هم وليدل.

د هغه په وينا، ددې ليدنې پر مهال کابلوف په افغان سولې پروسه کې د پاکستان د رول او همکاريو ستاينه وکړه او هغه يې مهم وباله.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ويلي چې د افغانستان سوله او ثبات د ټولې سيمې لپاره ګټور دي او پاکستان به په دې برخه کې خپل رول ادا کوي.

login or register a new account.