کابل (پژواک، ١١ سلواغه ٩٧): د افغانستان د جنبش ملي ګوند د امریکا په مشرۍ د سولې د خبرو له روان بهیره د ملاتړ او هرکلي تر څنګ د سولې په خبرو کې د افغانانو پر مشرۍ او مالکیت ټینګار کوي او وايي، د تېرو اوولسو کلونو لاسته راوړنې باید وساتل شي.
د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د افغانستان ملي جنبش ګوند په خپله نننۍ خبرپاڼه کې ویلي، په افغانستان کې د روان کړکېچ د حل یوازینۍ لاره جګړه نه ده او د څلوېښت کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره باید سیاسي حل لارې ولټول شي.
سرچینې زیاته کړې، په هېواد کې روانو پرمختګونو او وضعیت ته په کتو جنبش ګوند یو ځل بیا د جګړې په ژر پای ته رسېدو او په هېواد کې د سولې او ثبات په ټینګېدو ټینګار کوي.
جنبش ګوند ټول خلک دې ته رابولي چې د تاریخ په دې حساسه مرحله کې د افغانانو د لویو هیلو د پوره کېدو پر محور یعنې د جګړې د پای ته رسېدو او ۴۰ کلن کړکېچ د حل لپاره سره یو شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، جنبش ګوند د امریکا په مشرۍ د سولې خبرو د روان بهیر د ملاتړ او هرکلي تر څنګ په ځينو اصولو لکه د سولې په بهیر کې د افغانانو مشري او مالکیت، د ټولو قومو موجودیت، هر اړخیروالی او د سولې بهیر په روڼوالي ټینګار کوي او د تېرو اوولسو کلونو له لاسته راوړنو لکه د بشري حقونو ارزښتونه او د ښځو له حقونو ساتنه حتمي ګڼي.
جنبش ګوند باور لري چې د سولې د خبرو بهیر ملي او په ټولو افغانانو پورې تړلی دی، د یاد بهیر بریالیتوب ملي او سیمه ییزې اجماع، د ګاونډیو او سیمې هېوادونو ضمانت او د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لري.
په خبرپاڼه کې راغلي، له افغانانو سره د نړیوالو متحدینو له دومداره مرستو د مننې تر څنګ جنبش ګوند د جګړې د پای ته رسولو او په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په برخه کې د ملګرو هېوادونو هر نېک نیت او اغېزمنو هڅو ته د قدر په نظر ګوري او هرکلی یې کوي.
جنبش ګوند د خبرپاڼې په یوه برخه کې د اجرايیه ریاست د دویم مرستیال محمد محقق او د کابینې د ترک توکم اړوند دوو وزیرانو فیض محمد عثماني او سلامت عظیمي له دندو د ګوښه کېدو په اړه د ملي یووالي حکومت اقدام غندلی دی.
سرچینې د دې په بيانولو چې دا ډول حرکتونه د حکومت په اړه د خلکو باور ته زیان رسوي او د افغانانو تر منځ د یووالي روحیه زیانمنوي زیاته کړې: ((موږ دا ډول یو اړخیز اقدام ردوو.))
جنبش وايي: ((موږ باور لرو چې په هېواد کې روان وضعیت ته په کتو زموږ خلک د بل هر وخت په پرتله یووالي او ملي تفاهم ته اړتیا لري.)
login or register a new account.