ژبه

اتمر له يو شمېر سياستوالو سره د مسکو غونډه کې ګډون کوي

کابل (پژواک، ١٤ سلواغه ٩٧) : د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند محمد اتمر وايي چې له يو شمېر سياستوالو سره د مسکو غونډه کې ګډون کوي

ټاکل شوې ده چې د مسکو دوه ورځنۍ غونډه د راتلونکې سه شنبې په ورځ د سلواغې په ١٦مه پيل شي.

ويل کېږي چې دا غونډه په مسکو کې د افغانانو د يوې ټولنې له خوا جوړېږي او د طالبانو د قطر دفتر استازو ته هم په کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

حنيف اتمر د سلواغې په ١٤مه، په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي چې د هېواد له يو شمېر نورو  سياسي مشرانو سره د مسکو په ناسته کې ګډون کوي.

هغه زياته کړې چې دا ناسته د ټول شموله بين الافغاني مذاکراتو لپاره مهم ګام بولي.

دى وايي: ((موږ به د اسلامي جمهوري نظام، د اساسي قانون له ارزښتونو او لاسته راوړنو چې ټول په‌ هغو کی شريک يو او د ملي بنسټونو له سلامت څخه دفاع وکړو.))

د اتمر په وينا، دوى به د بين الافغاني مذاکراتو په جمعي ګډون او د افغانستان د حکومت پر شموليت ټينګار وکړي.

هغه ويلي، له حکومت څخه يې هيله دا ده، چې د سولې بهير ته له تنګې حکومتي کړکۍ څخه ونه ګوري، بلکې د نظام او ملي بنسټونو د ساتنې او د سولې په برخه کې د سياسي قشر او ټول ملت نقش ته احترام وکړي.

د افغانستان حکومت د مسکو ناسته رد او په کې يې د نه ګډون اعلان کړى دى.

د ولسمشر ستر سلاکار ډاکټر فضل محمود فضلي د مسکو د ناستې او په کې د افغان سياستوالو د ګډون په اړه وايي: ((دوی واک ته د رسېدو لپاره حاضر دي چې د ملي او ټولګټو برنامو لکه اوسنى سياسي نظام، ملي حاکميت، ملي اردو، د هېواد د خلکو بنسټي حقوق او ټولو ملي نواميسو په له منځه وړلو سره له پرديو سره معامله وکړي. ))

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم پژواک اژانس ته ومنله چې د دوى د سياسي دفتر يو پلاوى به د قطر په ناسته کې ګډون وکړي.

بلخوا د روسيې د بهرنيو چارو  وزارت ويلي چې دا غونډه د افغانانو د يوې ټولنې له خوا جوړېږي او د مسکو د تېرو دوو غونډو دوام نه دى.

login or register a new account.