ژبه

فضلي: ځينې سياستوال واک ته د رسېدو لپاره له ملي ګټو او نظام څخه تېريږي

کابل (پژواک،١٤سلواغه ٩٧): د ولسمشر ستر سلاکار ډاکټر فضل محمود فضلي وايي، يو شمېر سياستوال چې د واک په ډيموکراتيکه توګه د لېږدولو او د اوسني نظام د اصل بنسټګر  بلل کېږي اوس له ټولو دغو ارزښتونو څخه تېر شوي دي.

هغه د سلواغې په ١٤مه، په مسکو کې د طالبانو او ځېنو افغان سياستوالو ګډې ناستې ته په اشارې سره ويلي : (( په خواشينۍ سره بايد ووايم چې د افغانستان يو شمېر سياستوال چې په ظاهري بڼه د ډيموکراتيک واک د لېږد او د اوسني نظام د اصل بنسټګر بلل کېږي، له واک څخه د لرې والي او د اوسني حکومت له چارواکو سره د اختلاف له امله حاضر دي له ټولو ارزښتونو او اصولو تېر او حتی مات يې کړي. ))

فضلي زياته کړې،اوس ټولو ته جوته ده چې ددغو اختلافاتو رېښه له واک او ګټو څخه ان تر ايډيولوژيکو او ناسازګاره برنامو پورې اړه لري.

د ولسمشر ستر سلاکار په ډاګه کړې، دوی واک ته د رسېدو لپاره حاضر دي چې د ملي او ټولګټو برنامو لکه اوسنى سياسي نظام، ملي حاکميت، ملي اردو، د هېواد د خلکو بنسټي حقوق او ټولو ملي نواميسو په له منځه وړلو سره له پرديو سره معامله وکړي.

نوموړى دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې ټاکل شوې ده د سلواغې په ١٦مه او ١٧مه، د روسيې په پلازمېنه مسکو کې د طالبانو او د افغانستان د ځېنو سياسي ډلو د استازو او شخصيتونو ترمنځ ناسته جوړه شي.

د يا دې ناستې يو تن تنظيموونکي پژواک اژانس ته وويل چې ګڼ شمېر سياسونو په دې غونډه کې د ګډون بلنه منلې او وېزې يې هم ترلاسه کړې دي.

يوې بلې سرچينې بيا پژواک اژانس ته ويلي، چې په دې غونډه کې به له کابل څخه تر ٢٠ زيات سياسي شخصيتونه او د ګوندونو استازي ګډون وکړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، پخوانى ولسمشر حامدکرزى، کريم خليلي، محمد محقق، عطاء محمد نور، د حزب اسلامي استازي او ځينې نور په دغو کسانو کې شامل دي.

تر دې مخکې داسې اوازې وې، چې ګوندې دا ناسته د روسيې له خوا تنظيم شوې ده، خو پرون د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي و چې دا غونډه په مسکو کې د مېشتو افغانانو له خوا تنظيم شوې او روسيه په کې ګډون نه کوي.

login or register a new account.