کابل (پژواک، ١٥ سلواغه ٩٧) : په کابل کې د سعودي عربستان سفارت وايي چې د حج او عمرې وېزې وړيا دي، هېچاته يې په دې اړه د انحصارۍ وکالت نه دى ورکړى.
د ياد سفارت له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، هېڅ کوم شرکت، دفتر، طبي مرکز او يا هم شخص ته يې د سفارت له نوم څخه په استفاده خبرو کولو انحصاري وکالت يا نمايندګي نه ده ورکړې.
سرچينې زياته کړې،د سعودي عربستان د حکومت يواځينۍ موخه د ټولو مسلمانانو لپاره که په افغانستان کې وي او که کوم بل ځاى کې له انحصار نه پرته د غوره خدماتو وړاندې کول دي.
سفارت وايي، د حج او عمرې وېزې هم په وړيا توګه ورکول کېږي او هر هغه څوک چې د حج او عمرې د وېزو د ورکړې د نمايندګۍ يا انحصار ادعا لري، هېڅ حقيقت نه لري .
login or register a new account.