کابل (پژواک، ١٦ سلواغه ٩٧): د مسکو په ناسته کې د طالبانو استازي، طالبانو ته د رسمي دفتر پرانستل او د سولې لپاره د تضمين شتون اړين وبلل ويې ويل چې د هېواد اساسي قانون د اعتبار وړ نه دى او دوى د ښځو حقونو ته ژمن دي.
د افغانستان د سولې په تړاو د مسکو غونډه د طالبانو د استازيو، پخواني ولسمشر حامد کرزي او د هېواد ځينو نورو سياسي څېرو په ګډون نن جوړه شوې او سبا به هم دوام کوي.
په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر مرستيال شيرمحمد عباس ستانکزي په دغه ناسته کې وويل چې طالبان بايد رسمي دفتر ولري، تر څو د سولې لپاره هغه پلمې هم پاى ته ورسي چې ګواکي طالبان ادرس نه لري.
ده وويل :"اسلامي امارت ټولې نړی ته په کراتو ویلي چې د هېواد نه بهر اجنډا نه لري، خو د هېواد خپلواکۍ او هلته زموږ د دیني او افغاني ارزښتونو سره سم اسلامي نظام جوړول زموږ حق دی."
هغه وایي چې طالبان په قطر کې د سولې لپاره سياسي دفتر لري، ترڅو امریکا او نورو هیوادونو ته یې دا پلمه په لاس ورنشي چې اسلامي امارت یوازې په نظامي حل باور لري او يا يې ادرس ادرس معلوم نه دی.
ده وويل چې له امريکايي ټيم سره په وروستي ځل په مشخصه توګه له افغانستان څخه د ټولو خارجي قواوو وتل او د نورو په خلاف د افغانستان د خاورې نه استعمالوو باندې خبرې شوي دي.
هغه وايي:" د اوږد بحث وروسته دواړه خواوې توافق ته ورسیدې چې په پورتنیو دوو برخو کې به د موافقو د مسودو د جوړولو لپاره دوه ګډې کاري ډلې وټاکي، دغه ډلې به په راتلونکو نږدې ورځو کې خپل کار پيل کړي."
دی زیاتوی: " د اشغال له خاتمې وروسته اسلامي امارت د قدرت د انحصار په فکر کې نه دی، بلکې غواړي د ټولو افغانانو سره په مشوره، په ګران هیواد کې یو افغان شموله اسلامي نظام قائم کړي."
ستانکزي سوله د هرې ټولنې په تېر بيا د افغانانو اړتيا وبلله، خو زياته يې کړه :"سوله یوازې په ویناوو او شعارونو منځ ته نه راځي، لکه په تیره یوه نیمه لسیزه کې چې د پروژې په توګه استفاده ترې شوې ده، بلکې کلکې ارادې او ښکاره عمل ته اړتیا لري، هر چیرې چې د ولسونو څخه د آزادۍ حق واخیستل شي، ظاهره ده چې هلته به سوله له منځه ځي او ځای به یې جنګونه او جګړې نیسي."
دى وايي چې جګړه پر دوى او ټول افغان ولس تپل شوى او افغانستان اشغال شوى دى؛ نو ځکه خو تر ټولو د مخه باید هغه عوامل له منځه لاړ شي چې په افغانستان کې د سولې د منځه تګ او د جګړې د دوام باعث ګرځیدلي دي.
ده د تور لېست ختمول، د بندیانو آزادول، په رسمي توګه د دفتر پرانیستل او د افغانستان اسلامي امارت په خلاف زهرجن تبلیغات بندول، د سولې لپاره مقدماتي اقدامات وبلل.
دى وايي:" د خبرو لپاره ځای او د ارتباط محل چې د دفتر په شکل کې وي د سولې لپاره ضرورت دی، اوس د خبرو د ځای په توګه د افغانستان اسلامي امارت ښکاره او رسمي ادرس چې یو ابتدایي ضرورت دی، نشته، باید ووایو د سولې اړوند منظم مجلسونه یوازې د رسمي دفتر په شتون کې ترسره کیدای شي، رسمي دفتر د دې لپاره هم ضرور دی چې د سولې اړوند مطبوعاتي بیانونه ورکړي، د خلکو پوښتنو ته د یوه مسئول جهت په توګه ځواب ووایي او د ولس او نړیوالو انديښنې لیرې کړي، همداراز د سولې ضد کړیو ته به دا بهانه په لاس نه ورځي چې د اسلامي امارت رسمي ادرس نه دی معلوم."
login or register a new account.