ژبه

حامد کرزی: د افغانانو د ښیګڼې لپاره اساسي قانون کې بدلون راتلی شي

کابل (پژواک، ۱۷ سلواغه ۹۷) : پخواني  ولسمشر حامد کرزي او د طالبانو د پلاوي مشر عباس ستانکزي د مسکو ناسته بریالۍ وبلله او پر پایلو یې خوښي وښوده.

د روسیې په پلازمینه مسکو کې د افغانستان د سولې په تړاو دوه ورځنی کنفرانس  نن ماخوستن پای ته ورسیده او په پای کې یې ګډه اعلامیه خپره شوه.

د دې دوه ورځنۍ ناستې ګډه اعلامیه د کابل د پلاوي د غړي عمرزاخیلوال لخوا ولوستل شوه، چې پکې راغلی.

په دې ناسته کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ له کابل څخه شاوخوا ۴۰ تنه سیاسیونو ګډون کړی و، چې پکې حنیف اتمر، اسماعیل خان، عطا محمد نور، ضرار احمد مقبل، ډاکټررنګین دادفر سپنتا، عطا محمد نور، عمر زاخیلوال، عبدالوکیل متوکلو ملا سلام ضعیف او ګڼ شمیر نور شامل وو.

دغه راز د طالبانو د قطر دفتر څخه هم لسو کسانو د ملا عباس ستانکزي په مشرۍ ګډون کړی و.

پخواني ولسمشر او له کابل څخه د تللي پلاوي مشر حامد کرزي تر یادې ناستې وروسته خبریالانو سره په خبرو کې وویل، چې په ازاده فضا کې دا غونډه ترسره شوه، چې هر چا پکې خپل نظرونه شریک کړل.

هغه زیاته کړه، چې ټولو ګډونوالو دافغانستان د سولې د ښې راتلونکې لپاره خبرې وکړي .

کرزي ددې کنفرانس پر پایلو خوښي وښوده او په روسیه کې له میشتو افغانانو او د روسیې له حکومت څخه چې ددې ناستې لپاره یې زمینه برابره کړه، مننه وکړه.

هغه په اساسي قانون کې د بدلون په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، د افغانانو د ښيګڼې لپاره د اساسي قانون ترڅنګ هرڅه بدلیدل شي.

کله چې د حامد کرزي خبرې خلاصې شوې، نو د طالبانو د پلاوي مشر عباس ستانکزی چې شاته ولاړ و، مخکې راغی او له کرزي سره یو ځای ودرید او لنډې خبرې یې وکړي.

ستانکزي هم دا ناسته ګټوره وبلله پرې یې خوښي وښوده او ویې ویل چې پر ګڼ شمیر مواردو ددواړو لوریو موافقه وشوه .

هغه هیله څرګنده کړه، چې په راتلونکي کې هم دا ډول ناستې ترسره شي.

عباس ستانکزي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې له امریکا سره د هغوی د ځواکونو پر ویستلو خبرې روانې دي خو تر اوسه پر مهالویش کومه موافقه نه ده شوې.

نوموړي وویل، چې په راتلونکو ناستو کې به له امریکا پر دې موضوع نورې خبرې کیږي.

هغه دیوې بلې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې تر اوسه پر اوربند خبرې نه دي شوي