ژبه

مسعود اندرابي د کورنيو چارو وزارت سرپرست وزير ګومارل شوی

کابل (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٧): د ملي امنيت پخوانى مرستيال جنرال مسعود اندرابي د کورنيو چارو وزارت سرپرست وزير وټاکل شو.

د ملي يووالي حکومت يوې باوري سرچينې د سلواغې په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ولسمشر اشرف غني  نوموړى د سرپرست وزير په توګه ټاکلى او وروسته به ولسي جرګې ته معرفي شي.

سرچينې په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل.

د يادونې ده، څه موده مخکې د کورنيو چارو پخوانی وزير امرالله صالح له استعفى وروسته په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د اشرف غني د لومړي مرستيال په توګه انتخاب شو.

له هغه وروسته ټاکل شوې وه چې ياسين ضياء د کورنيو چارو د وزير په توګه معرفي شي، خو د اجرائيه رياست له خوا تر مخالفت وروسته دغه کار وځنډېد.

ولسمشر اشرف غني بيا ناڅاپه له  کورنيو چارو وزارته ليدنه وکړه او د ملي امنيت سلاکار ډاکتر حمدالله محب ته يې د کورنيو چارو وزارت چارې وسپارلې.

جنرال مسعود اندرابي له دې مخکې د ملي امنيت د مرستيال او سرپرست په توګه دندې ترسره کړې دې، هغه په دې وروستيو کې د امريکا له يوه پوهنتونه د ملي امنيت په چارو کې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې هم وکړې.

هغه د ملي امنيت په بېلابېلو څانګو کې د دندې ترسره کولو تر څنګ د ملګرو ملتونو په پرمختيايي اداره کې هم دنده ترسره کړې ده.

login or register a new account.