کابل (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٧): ولسمشر محمد اشرف غني د سولې په تړاو د مشورتي لویې جرګې د ترسره کېدو غوښتنه وکړه او ويې ويل چې حکومت د سولې لپاره پياوړې اراده لري. دغه څرګندونې ولسمشر محمد اشرف غني د سلواغې په ٢٢مه د يوې خبري غونډې پرمهال وکړې. ده وويل چې د سولې په تړاو له مشورتې جرګې وروسته به د کابل کنفرانس هم جوړ کړي. د هغه په وينا، سوله په احساساتو نه راځي، ټول بايد زغم ولري او د يو بل منلو لپاره بايد ملي بحث ترسره شي. ولسمشر وايي چې د سولې په برخه کې لومړى، مذاکرات کوي، بيا اوربند ته زمينه برابروي او بيا د تاشکند او جينوا غونډې جوړوي، چې نننۍ غونډه يې لومړى ګام دى. نوموړي له خلکو غوښتنه وکړه چې د غاصبينو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له حکومت سره همکاري وکړي، ځکه پايداره سوله کې غاصبينو ته ځاى نشته دى. غني وايي: ((موږ د سولې په اړه ډېر فلمونه لیدلي دي او چا چې یو ځل یو فلم لیدلى وي بیا نه غولیږي او بیا هغه هم چې افغان وي.)) د غني په وينا، د ټاکنو په اړه اجماع رامنځته شوې چې له ټاکنيزو اصلاحاتو وروسته به رڼې ټاکنې ترسره شي. هغه طالبانو ته په خطاب کې وويل: ((موږ د سولې لپاره نيت او ارده لرو، تاسو هم افغانان ياست، خپل هېواد ته راشئ.)) نوموړي ډاډ ورکړ چې د ټاکنو په پروسه کې هيڅ ډول لاسوهنې نه کوي او هغه څوک چې په دې پروسه کې لاسوهنې کوي، بايد ملت ته ځواب ورکړي. ولسمشر دا هم وويل چې د پخوا په پرتله امنيتي وضعيت ښه شوى، ځکه پرون يې له امنيتي ځواکونو سره يوځاى د ننګرهار غني خېلو ولسوالۍته سفر کړى دى.
login or register a new account.