کابل (پژواک، ٢٣ سلواغه ٩٧): د افغانستان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خليلزاد په بلجيم کې د ناټو او اروپايي ټولنې له مشرانو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.
خليلزاد چې د افغان سولې پر تړاو په پنځم سفر راوتلى، پرون په لومړي پړاو کې بلجيم ته رسېدلى دى.
هغه په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي چې پرون ناوخته يې د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو سازمان له سرمنشي جينز سټولټنبرګ او له هغه وروسته د اروپايي ټولنې په مقر کې د دې ټولنې له مشرانو سره ليدلي دي.
خليلزاد زياته کړې چې د ناټو او اروپايي ټولنې له مشرانو سره يې پر افغان سولې خبرې وکړې او د خپلو هڅو په اړه يې هغوى ته معلومات ورکړل.
هغه يو ځل بيا ټينګار کړى چې دوى یوازې د سولې د تړون هڅې کوي، نه له افغانستانه د ځواکونو د وتلو په اړه.
د نوموړي په وينا، په دې هڅو او ممکنه د سولې تړون کې به د ١٧ کلونو لاسته راوړنې ساتل کېږي.
د امريکا ځانګړى استازى وايي چې بين الافغاني مذاکرات د ټولو لومړيتوب دى.
بلخوا د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ په ټويټر کې ليکلي چې له زلمي خليلزاد سره يې پر افغان سولې پروسې ګټورې خبرې کړې دي.
هغه زياته کړې، په افغانستان کې د ناټو روزنې ماموريت موخه دا ده چې هلته سولې ته حالات برابر کړي.
ټاکل شوې ده چې زلمى خليلزاد پاکستان، افغانستان، قطر او ترکيې ته هم سفرونه وکړي.
login or register a new account.