ژبه

د امريکا د دفاع وزير: په افغانستان کې مو لا هم مهم کارونه پاتې دي

کابل (پژواک، ٢٤ سلواغه ٩٧): د امريکا د دفاع سرپرست وزير پيټريک شاناهن له افغانستانه د بېرته تلو پر مهال ويلي چې هلته د امريکا لا ډېر مهم کارونه پاتې دي چې بايد ترسره شي.

نوموړى دوه ورځې مخکې افغانستان ته په يوه ناڅاپي سفر راغى، له ولسمشر اشرف غني او امنيتي مسوولينو سره يې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.

د امريکا د دفاع وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې چې شاناهن له افغانستانه د عراق پر لور د سفر پر مهال په الوتکه کې له خبريالانو سره د خپل سفر په اړه معلومات شريک کړي دي.

هغه زياته کړې: ((ما ته تر اوسه لارښوونه نه ده شوې چې له افغانستانه سرتېري وباسم یا يې کم کړم، هلته لا ډېر مهم کارونه پاتې دي چې امريکا يې بايد ترسره کړي.))

خو نوموړي په ډاګه کړې چې ولسمشر ټرمپ ورته سپارښتنه کړې چې د بهرنيو چارو له وزير مايک پومپيو او د ملي امنيت له سلاکار جان بولټن سره يو ځاى د زلمي خليلزاد د سولې د هڅو ملاتړ وکړي.

خليلزاد په دې وروستيو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت لپاره د افغان سولې لپاره ځانګړى استازى ټاکل شوى او تر اوسه يې سيمې ته پنځه سفرونه کړي او پر شپږم سفر بوخت دى.

د هغه په وينا، اوس ډېر مسووليتونه د خليلزاد پر اوږو دي، دوى يې همکاري او ملاتړ کوي.

د امريکا د دفاع سرپرست وزير وايي، امريکا په سيمه کې قوي امنيتي ګټې لري او دا ټولې د امريکا لپاره ډېرې مهمې دي.

شاناهن دا هم په ډاګه کړې چې د سولې په روانو هڅو کې د افغان حکومت ښکېلتيا هم مهمه او اړينه ده.

دى وايي: ((د افغانستان په تړاو ټولو خبرو او بحثونو کې بايد افغان حکومت دخيل وي.))

د نوموړي په وينا، دا په افغانانو پورې تړاو لري چې د خپل راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي، نه د امريکا په اړه.

د دفاع وزير له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د ايستلو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي: ((په دې اړه هره پرېکړه بايد له ارزونو وروسته په احتياط وشي.))

login or register a new account.