ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني، صبغت الله مجددي د عقیدې او انتقاد لومړنی زنداني وباله

غني، صبغت الله مجددي د عقیدې او انتقاد لومړنی زنداني وباله

author avatar
13 Feb 2019 - 17:29
غني، صبغت الله مجددي د عقیدې او انتقاد لومړنی زنداني وباله
author avatar
13 Feb 2019 - 17:29

کابل (پژواک، ۲۴ سلواغه ۹۷): ولسمشر غني د حضرت صبغت الله مجددي مړینه ستره ضایع وبلله او ویې ویل، هغه «د افغانستان د خلکو په حقه جهاد» کې مهم رول درلود او مشوره یې تل یووالی او همغږي وه.

د افغانستان د اسلامي دولت لومړى رییس او د نجات ملي ګوند رهبر حضرت صبغت الله مجددي تېره دوشنبه (د سلواغې ۲۲ مه) د ۹۳ کلونو په عمر په کابل کې وفات شو.

د مجددي د جنازې مراسم نن له غرمې مخکې د ولسمشرغني، د اجرايیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله، د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش، د هېواد د پخواني ولسمشر حامد کرزي، عبدالرب رسول سیاف، محمد یونس قانوني، د کابینې د یو شمېر غړو، د ملي شورا غړو، جهادي قوماندانانو، د نوموړي د کورنۍ د غړو او په کابل کې د سیاسي او دیپلوماتیک دفتر د استازو په حضور کې په ارګ کې ترسره شول.

ولسمشر غني د جنازې له لمانځه وروسته په یوه لنډه وینا کې حضرت صبغت الله مجددي د افغانستان په معاصر تاریخ کې لوی شخصیت وباله او ویې ویل، د نیوکو او عقیدې له امله څو کاله بندي و او د ۱۳۵۷ کال د غويي د ۱۷ مې له کودتا وروسته یې د وخت د دولت پر وړاندې د جهاد اعلان وکړ.

ولسمشر زياته کړه چې مجددي د افغانستان د لومړي رییس په توګه ځانګړی رول ولوباوه او تل یې ښه او ګټور اجراات لرل او قدرت یې له ځنډ پرته خپل ځای ناستي (استاد برهان الدین رباني) ته تسلیم کړ.

غني وویل: ((تل یې د کرزي صېب، ما او زموږ همکارانو ډاکتر عبدالله او استاد دانش په اړه  مثبت او ګتور نظرونه لرل، په تاریخي لویه جرګه، د افغانستان د اساسي قانون په لیکلو او مشورتي لویو جرګو کې یې مهم رول لوبولی او د مشرانو جرګې د رییس، سناتور او د شخړو د حل د کمېسیون د رییس په توګه یې دندې ترسره کړې دي.))

نوموړي دې ته په اشاره چې د ژوند په وروستو ورځو کې یې له ډاکتر عبدالله سره پوښتنې ته ورغلی و، وویل، تر وروستۍ ورځې یې مشوره ورورولي، یووالی او همغږي وه.

هغه زیاته کړه: ((نن یوازې د مجددي کورنۍ غم نه لري، بلکې د افغانستان ټول ملت نن غمجن دی او له همدې امله د هېواد بیرغ نیمه ځوړند او عمومي رخصتي ده.))

د صبغت الله مجددي زوی ذبېح الله مجددي د حکومت د مشرانو او افغان ملت له غم شریکۍ څخه مننه وکړه او ویې ویل، د دوستانو په راتلو او غم شریکۍ یې کورنۍ ته رسېدلی غم کم شوی دی.

هغه وویل: ((لازمه نه ده چې د نوموړي د ژوند په اړه څه ووایم، د پلار د ژوند ټول اړخونه مې افغان ملت ته روښانه دي او د مرحوم کور ته تېره ورځ د افغانانو راتګ په ډاګه کوي چې مجددي صېب د خلکو په زړونو کې ځای درلود.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.