ژبه

کورنیو چارو وزارت د ۱۰ مجرمينو تازه لېست خپور کړی

کابل (پژواک، ۷ کب ۹۷): کورنیو چارو وزارت په کابل کې د لسو سازمان شوو مجرمينو بشپړ معلومات خپاره کړي او له هېوادوالو یې غوښتي چې د یادو کسانو په پیدا کولو کې له پولیسو سره مرسته وکړي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي نن شاوخوا یو ساعت مخکې دغه موضوع په خپله رسمي پاڼه کې خپره کړې ده.

په یادو کسانو کې د هوت خېل پر ماما مشهور ننګیالی، اجمل، کریم الله، د قوای مرکز پر حسیب مشهور حسیب، فردوس، حاجي سرحد، پر پاچا مشهور روحان، شاه محمود او عنایت الله شامل دي چې په سازمان شوو جرمونو کې لاس لري.

نوموړي د کورنیو چارو د سرپرست وزیر په حواله لیکلي: ((زه محمد مسعود اندرابي د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه د وزارت د مشرتابه پلاوي او ټولو زړورو او وطندوستو منسوبینو په استازيتوب تاسو ته ډاډ درکوم چې د ترهګرو، جنایت کارانو، اوباشو، له قانون سرغړوونکو او د امنیتي ګډوډیو عاملینو پر ضد مبارزه به هېڅکله سلیقوي نه وي.))

نوموړي زیاته کړې، د مخکنیو پروګرامونو په دوام کورنیو چارو وزارت بیا هم هغه کسان خلکو ته ور پېژني چې د عادي خلکو لپاره یې ستونزې جوړې کړې خو د قانون له منګولو تښتېدلي دي.

د کورنیو چارو وزارت له هېوادوالو غوښتي چې د امنیت او عامه نظم ساتنې لپاره د یادو جنایت کارانو په پیدا کولو کې له دولتي منسوبینو سره مرسته وکړي.

یاد وزارت خلکو ته ډاډ ورکړی چې په دې برخه کې به له پولیسو سره د مرسته کوونکو هویت خوندي پاتې کېږي او هېڅکله به ښکاره نه شي.

د کورنیو چارو وزارت روښانه کړې: ((افغان دولت به هغو کسانو ته مادي او معنوي انعامونه ورکړي چې په دې برخه کې له خپل دولت سره مرسته کوي.))

login or register a new account.