ژبه

د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړيتوب لپاره نوماندانو ته د رایو ورکول وځنډېدل

 

 کابل (پژواک،٨ کب۹۷): د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړيتوب لپاره نوماندانو ته چې څلور کسان د دوکتوار، ۲۵ کسان د ماسټرۍ او ۵۲ کسان د لېسانس تر کچې زده کړې لري د رایې ورکولو بهیر تر جمعې ورځې و ځنډېد.

 ټاکل شوې وه چې نن (د کب په ۸ مه) د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو په حضور کې د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړیتوب او د دارالانشا ریاستونو نوماندانو ته رایې ورکړل شي.

 خو د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري وايي: ((د ولسمشرۍ ټاکنو د ځينو نوماندانو مسافرت او دغه راز د یو شمېر نورو نوماندانو له خوا د دغه بهیر د روڼتیا لپاره د زیات فرصت غوښتنې ته په کتو ټاکل شوې دغه پروګرام د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو په حضور کې د راتلونکې جمعې په ورځ ترسره شي.))

 هغه وايي، دغه پروګرام به د ملي تلوېزیون څخه په ژوندۍ بڼه خپور شي.

 په هغه نوملړ کې چې پژواک خبري اژانس تر لاسه کړی راغلي، د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړیتوب او د دارالانشا ریاستونو ته له ټولو ۸۱ نوماندانو څلور کسانو تر دوکتورا، ۲۵ کسانو تر ماسټرۍ او ۵۲ کسانو تر لېسانس سویې زده کړې لري.

 د دغه جدول په اساس، له یادو ۸۱ کسانو ۶۶ کسان د سیاسي ګوندونو او ۱۵ کسان د مدني بنسټونو له خوا معرفي شوي چې په یادو ټولو کسانو کې ۱۶ ښځې هم شاملې دي.

 د نوملړ په اساس، له دې ډلې نوماندانو څخه ۳۸ کسان پښتانه، ۱۳ تاجک، ۱۱ هزاره، ۱۱ سادات، څلور ترکمن، درې ازبېک او یو تن پشه یي دی.

 د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ (فیفا) اجرایيوي رییس یوسف رشید وايي، د سیاسي ګوندونو او پر ټاکنو د څار بنسټونو له خوا ولسمشرۍ ریاست ته په استول شوي نوملړ کې ۱۴ کسان د ولسمشرۍ ټاکنو د ۱۸نوماندانو له خوا په یوه سیالۍ کې د لوړو رایو د اخیستو په اساس ټاکل شوي دي.

 هغه یادونه وکړه چې د ولسمشرۍ ټاکنو هر نوماند کولای شي څوارلس کسانو ته رایه ورکړي.

 نوموړي وویل، ولسمشر وروسته له ۱۴ کسانو څخه اووه کسان د ټاکنو کمېسیون د غړو او پنځه کسان د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون دغړو په توګه او دوه کسان د یادو کمېسیونونو د دارالانشا د رییسانو په توګه پر دندو ګوماري.

 د یادو کمېسیونونو نوي غړي ځکه ټاکل کېږي چې ولسمشر د روان کال د سلواغې په ۲۳ مه د ټاکنو د قانون له تعدیل وروسته د ټاکنیزو کمېسیونونو ټول غړي له دندو لرې کړي دي.

login or register a new account.