کابل (پژواک، ۱۱کب ۹۷): افغان دولت د فلسطیني کډوالو ماشومانو د روزنې او پالنې لپاره له یاد شوي هېواد سره یو میلیون امریکايي ډالره مرسته وکړه.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پرون په ترکیه کې د افغان سفیر له لوري له فلسطیني کډوالو سره د مرستې په موخه، یو میلیون ډالر د ملګرو ملتونو سازمان بانکی حساب ته انتقال شول.
په ورته مهال، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر صلاح الدین رباني نن (د کب ۱۱مه) د متحده عربي اماراتو په ابوظبي ښار کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزېرانو د شپږڅلوېښتمې غونډې په څنډه کې له فلسطيني کډوالو سره د مرستې په موخه د ملګرو ملتونو سازمان دفتر له عمومي مشر پیرکروهنبهول سره وکتل.
د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي له فلسطيني کډوالو سره د افغانستان له مرستي د مننې کولو ترڅنګ وویل چې دا پيسې به د فلسطیني کډوالو د روزنې او پالنې په برخه کې ولګول شي.
login or register a new account.