کابل (پژواک، ۱۱ کب ۹۷): په داسې حال کې چې پر ټاکنو د څار بنسټونه، د ټاکنیزو کمېسیونونو غړو د ټاکنو بهیر روڼ بولي، خو وايي چې ټاکل شوې څېرې د ټاکنو د مدیریت او رهبري وړتیا نه لري.
هغه غونډه چې پرون په دې تړاو د ولسمشرۍ ټاکنو د ۱۷ نوماندانو په ګډون په ارګ کې جوړه شوې وه، د ټاکنو کمېسیونونو ټولو غړو لومړی هر یو د درې، درې دقیقو لپاره خپل پروګرامونه تشریح کړل او وروسته بیا د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو هغوی ته رایې ورکړې او په پایله کې ۱۴ کسانو تر نورو د ډېرو رایو په ګټلو سره په ټاکنیزو کمېسیونونو کې غړیتوب ترلاسه کړ.
د قانون پر بنسټ له غوراوي څخه وروسته ولسمشر د ۱۴ کسانو له ډلې اووه یې د ټاکنو کمېسیون د غړو، پنځه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د غړو او دوه نور يې د یادو کمېسیونونو د دارالانشا د مشرانو په توګه ګوماري، خو د کمېسیونونو مرستیالان او منشي د داخلي ټاکنو پر بنسټ مشخص کېږي.
پژواک خبري اژانس یو نوملړ ترلاسه کړی چې پر اساس یې په ټاکنیزو کمېسیونونو او د یادو کمېسیونونو د دارالانشا د مشرانو په توګه د ۸۱ نوماندانو له ډلې، ۶۶ کسان يې د سیاسي ګوندونو او ۱۵ يې د مدني بنسټونو له لوري ور پېژندل شوي چې ۱۶ يې ښځې دي.
د افغانستان د رڼو ټاکنو د بنسټ (ټیفا) مشر محمد ایوب نعیم زاده د ټاکنیزو کمېسیونونو د کمېشنرانو غوراوي بهیر روڼ بللی، خو ويې ویل چې له بده مرغه د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو له وړاندې جوړجاړی کړی و او د معیار او وړتیا له مخې یې رایه نه ده ورکړې.
نوموړي د ولسمشرۍ پر نوماندانو نیوکه وکړه ويې ويل چې بې تجربې کسانو ته يې رایه ورکړې ده او ډېری یې سیاسي ګوندونو او د ولسمشر غني، ډاکتر عبدالله عبدالله او محمد حنیف اتمر ټاکنیزو ټکټونو کې شامل دي.
نوموړی وايي: ((دې غوراوي موږ سخت اندېښمن کړي یو، لومړی دا که ټاکل شوي وي چې موږ د دغه ترکیب له مخې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کړو، نو ټاکل شوي کسان تجربه او مدیریتي وړتیا نه لري او په ټيټه کچه دي او دویم دا چې له ټاکنیزو ټکټونو سره تړلي دي.))
ایوب زاده دې موضوع ته په اشارې چې د ولسمشرۍ نوماندانو سیاسي پرېکړه کړې ده، یادونه وکړه چې په دغه ترکیب کې تر ډېره هغه سیاسي ګوندونه او ټاکنیز ټکټونه شامل دي او د داسې کسانو په غوراوي سره دا خطر شتون لري څو په ۲۰۱۹ کال کې ټاکنې ترسره نه شي او لنډمهاله اداره جوړه شي.
د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ مشر زیاته کړه سربېره پر دې چې مدني بنسټونو د زده کړو، کاري تجربي، قومیت او عمر له اړخه په شرایطو او معیار برابر کسان معرفي کړي وو، خو له بده مرغه دغه نوملړ له پامه غورځېدلی او دوه کسان هم د سیاسي تړاو له لارې ټاکل شوي او ټاکنیز بنسټونه ترې خبر نه وو.
هغه په ډاګه کړه چې ځینو نوماندانو مشابه رایې درلودې، خو دا جوته نه شوه چې د کوم معیار له مخې هغوی غوره شول.
نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې غوره شوي کسان د ملي پروسو د مدیریت او رهبري وړتیا لري که نه؟ وویل: ((له بده مرغه غوره شوي کسان د مدیریت او رهبري وړتیا نه لري او موږ سخت اندېښمن یوو چې د ولسمشرۍ ډېری نوماندانو سیاسي او ناسمه پرېکړه وکړه او زموږ سیاستوال هېڅکله له خپلو تېروتنو پند نه اخلي او موږ لپاره ستر تشويش دی.))
login or register a new account.